د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

پروان کې د موسیقۍ د سلګونه آلو سوځول؛ هنرمندان دا کړنه د هنرمندانو او هنر سوځولو په مانا بولي


طالبانو له دې مخکې په پکتیا کې هم د موسیقۍ آلې سوځولې دي.
طالبانو له دې مخکې په پکتیا کې هم د موسیقۍ آلې سوځولې دي.

طالبانو په پروان ولايت کې کې د موسیقۍ سلګونه آلې سوځولي دي.

پر موسيقۍ او د موسيقۍ د آلاتو پر غږولو د بنديزونو په لړ کې په پروان ولایت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په دې ولایت کې د موسیقۍ غږولو سلګونه آلې سوځولي دي.

د هغې خبرپاڼې پر بنسټ چې په پروان کې د طالبانو د والي دفتر پرون دوشنبه د اګست ۱۹مه خپره کړې، په کې راغلي چې د دې ولایت د امر بالمعروف او نهى المنکر ادارې د موسیقۍ د غږولو دغه سلګونه آلې د شاوخوا يو کال په موده کې راټولې کړې وې چې د خبرپاڼې په ټکو په "ودونو او محفلونو کې د نڅار لپاره" کارېدې، د ګل‌غونډۍ په سيمه کې وسوځولې.

ګل‌غونډۍ د پروان ولایت یو له مشهورو تفریحي ځایونو څخه شمېرل کېږي چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د افغان سندرغاړو د راټولېدو، تفریح، او ان د کنسرتونو ځای و.

په دې خبرپاڼه کې د پروان د امر بالمعروف او نهی المنکر ادارې د امر مولوي رحمت‌الله زبير له قوله راغلي چې د ياد رياست منسوبينو په تېر يوه کال کې د دغه ولايت له مرکز او ولسواليو څخه په سلګونو دغه د موسيقۍ، قمار او تفريح وسايل د دوى په ټکو "منکرات" راټول کړي دي.

نوموړي له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د هغو وسايلو له کارولو دې په جدي توګه ډډه وکړي چې د شريعت خلاف او له منکراتو شمېرل کېږي.

په افغانستان کې د موسیقۍ آلې.
په افغانستان کې د موسیقۍ آلې.

د طالبانو دغه کړنې د پروان ولایت د اوسېدونکو اندېښنې راپارولي دي.

د پروان ولایت دوه اوسېدونکو د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

د دې ولایت یوه اوسېدونکي وویل: "موږ ډېر اندېښمن یوو، خپله خوښي نه‌شو نمانځلى، کله چې خپلو د خوښيو مراسمو کې لږ خوښي وکړو، دوى راځي او موږ نیسي، حتی موږ وهي ډبوي او وايي چې تاسو بايد خپلو د ودونو محافلو کې خوښي ونه‌کړٸ."

د پروان یو بل اوسېدونکی وايي: ""دا غوره ده چې د خلکو فرهنګ ته درناوی وشي او خلک په ستونزو کې وانه‌چول شي، په داسې حال کې چې په‌خپله طالبان هم ځانګړې موسیقي او سندرې لري.""

دا یوازې پروان نه دی چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په کې د موسیقۍ وسایل سوځولي، بلکې د هرات په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې هم ورته اقدامات شوي دي.

په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې پر موسیقۍ د طالبانو د حکومت بندیز هم د ځینو موسیقي غږونکو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.

پکتا وايي: د موسیقۍ د وسایلو سوځول د هنرمند پر روحيه او مورال خورا منفي اغېزه لري.

یوه افغان شپېلۍ غږونکي زلي پکتا ازادي راډيو ته وویل: "زه فکر کوم چې د موسیقۍ د وسایلو سوځول د هنرمند پر روحيه او مورال خورا منفي اغېزه لري، دا خپله د هنرمند او د هغه د ټولو احساساتو د سوځولو په مانا دي."

نوموړي چې د شپېلۍ په غږولو سره به يې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پیدا کوله، وايي، اوس له دې درکه هېڅ عايد نه لري او مجبور شوی څو د طالبانو له راتګ وروسته شپیلۍ وسوځوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې واک ته له رسېدو وروسته د موسیقۍ غږول او اورېدل منع کړي دي.

د طالبانو له دغه اقدام وروسته ډېرو هنرمندانو او موسیقۍ غږونکو خپل اصلي مسلک پرېښود ته اړ شول او په بېلابېلو دندو بوخت شول، ډېری یې هېواد پرېښود او یو شمېر یې لا هم بې‌کاره او په خراب اقتصادي وضعیت کې په افغانستان کې ژوند کوي.

په افغانستان کې اوس هم پاتې يو شمېر موسيقۍ غږونکي وايي چې کلونه کلونه یې د موسیقۍ د زده‌کړې په برخه کې زحمت ایستلى، خو د طالبانو له راتګ وروسته یې دغه مسلک له لاسه ورکړی او له شاوخوا درېیو کلونو راهيسې په سخت اقتصادي وضيعت کې ژوند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG