د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د 'پښتو' په نوم موسیقي پارچې نړیواله جایزه وګټله


د عکس ښي لور ته تبله وهونکی ذاکر حسین او رباب وهونکی آشیش خان
د عکس ښي لور ته تبله وهونکی ذاکر حسین او رباب وهونکی آشیش خان

د 'پښتو' په نوم موسیقي پارچې د موسیقي نړیواله جایزه وګټله.

'پښتو' پارچې روانه اوونۍ د امریکا په کالیفورینیا ښار کې د ګرامي ۶۶مې کلنۍ جایزو کې د نړۍ د غوره موسیقۍ جایزه خپله کړه.

پښتو پارچه چې له هندي او لوېديځو سازونو څخه د ذاکر حسین، بیلا فلیک، ایدګر مییر او راکیش چاوراسیا لخوا جوړه شوې د ۲۰۲۳ کال د مې په ۱۲مه خپره شوه.

حسین مخکې د دې پارچې په هکله ویلی وو، د هغې پوځي موسیقۍ له سرونو یې الهام اخیستی چې پر هند د انګریزانو واکمنۍ پر مهال د پښتنو په سیمو کې د انګریزانو پوځي مارشونو د موسیقي غږونکو او ځايي موسیقۍ له یو ځای کېدو رامنځته شوي وو.

ګرامي جایزې هغه جایزې دي چې د متحده ایالاتو د ریکارډ اکاډمۍ لخوا ورکول کېږي او د موسیقۍ صنعت کې د پام وړ لاسته راوړنې پېژني.

دا د نړۍ په کچه د موسیقۍ په صنعت کې تر ټولو معتبره او مهمه جایزه ګڼل کېږي.

د فرهنګي چارو پوه او لیکوال غفور لېوال ازادي راډيو ته وویل، د دې هنري پارچې جایزې ګټل دا څرګندوي چې موسیقي د پښتنو په ټولنه، فرهنګ او تاریخ کې د هنري او فرهنګي پلوه یو ځانګری ځای لري.

غفور لیوال کارشناس و پژوهشگر امور فرهنگی
غفور لیوال کارشناس و پژوهشگر امور فرهنگی

هغه زیاته کړه:"په تبله کې پښتو تال یو پېژندل شوی او د پام وړ تال دی. پښتانه موسیقي پوهان او هنرمندان د هند په تاریخ کې یوه لویه ونډه لري، طبعاً دوی د انګریزانو او مغلانو د واکمنۍ پر مهال او تر ټولو نه مهم د افغانانو د واکمنیو پر مهال خپل هنري ارزښتونه او خپل هنري آثار له ځان سره هندوستان ته وړي دي."

د نوموړي په وینا، د افغانستان د موسیقۍ نړیوال شهرت دا څرګندوي چې افغانان له فرهنګي پلوه د هنر مخالف نه دي او د موسیقۍ په برخه کې لګول شوي بندیزونه یو جبر دی چې پر دوی حاکم شوی دی.

د طالبانو حکومت موسیقۍ حرامه ګڼي او په افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته یې د موسیقۍ په برخه کې په بېلابېلو فعالیتونو او ان اورېدلو هم بندیزونه لګولي چې له امله یې ډېر شمېر افغان سندرغاړي او موسیقي غږونکي له افغانستانه ووتل او د ګاونډيو هیوادونو په ګډون نورو هېوادونو ته کډوال شول چې وخت په وخت خپلې ځني نوې جوړې شوې سندرې مینه‌والو ته د خپلو ټولنیزو شبکو له لارې خپروې.

کوم سندرغاړي چې په هېواد کې دننه دي، تازه یې ازادي راډیو سره له خبر کولو ډده وکړه، خو مخکې یې ویلي وو چې بېلابېلو ستونزو له دې ډلې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG