د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

د هارون باچا د هنر ۲۵ کلن سفر!


سندرغاړی هارون باچا
سندرغاړی هارون باچا

"اول به کله کله غم و ..."

دا د هارون باچا په زړه راښکونکي غږ نږدې ۲۵ کاله مخکې ویلې ټپه دي چې تر دوه نیمو لسیزو وروسته لا هم مینه‌وال لري او هره ورځ‌یې په لارو کوڅو، حجرو ، دېرو، موټرو او موزیک سنټرونو کې په مینه اوري او ورته غوږ وي.

هارون باچا د پښتو هنر او موسیقۍ هغه یاد او تل‌پاتی نوم دی چې کله پر ۱۹۹۲ میلادي کال د لومړي ځل لپاره د ټلوېزیون پر پرده راڅرګند شو او په خپل ځانګړي جدید انداز و جادويي غږ یې غزلې او ټپې وویلې، نو د پښتو موسیقۍ د مینه‌والو پام‌یې ځان ته واړاوه او پر لر و بر یې د ځلانده هنر پلوشې خورې شوې.

باچا هغه مهال په پېښور پوهنتون کې لوړې زده‌کړې کولې، خو له پښتو موسیقۍ سره مینې دې ډګر ته راووېست، په ډېر لږ وخت کې یې په لر او بر کې لکونه مینه‌وال پیدا کړل او د پښتو د ښې او معیاري موسیقۍ د مینه‌والو پر زړونو یې "باچايي" پیل کړه.

هارون باچا وايي وطن لکه مور راته ګران دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:08:25 0:00

ښاغلي باچا نه‌یوازې دا چې پښتو موسیقۍ ته نوی رنګ ورکړ، بلکې تر خیال محمد او ګلزار عالم وروسته لومړنی سندرغاړی و چې معیاري شاعري یې دود کړه، پر پښتو موسیقۍ خور بازاري رنګ‌یې تر ډېره لیرې او د معیاري موسیقۍ د مینه‌والو تنده‌یې ماته کړه.

نوموړی د خپل هنري سفر له پیله د ښې او معیاري موسیقۍ پلوی و.

همدا لامل و چې په خپل لومړني البم "د رنګونو ماښام" کې یې د پښتونخوا د نامتو شاعرانو لکه، رحمت‌شاه ساېل، ډاکتر اسرار، اکرام‌الله ګران، اکبر سیال او اندېش شمس‌القمر غزلې انتخاب کړې او بیا وروسته‌یې دا معیار تر ډېره روان وساته.

د هارون باچا د سندرو لومړنی البم
د هارون باچا د سندرو لومړنی البم

دا چې د نورو سندرغاړو په پرتله د هارون باچا په هنر کې څه څانګړتیا وه، لیکوال او شاعر عارف تبسم‌یې په اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي:

"د هارون باچا ځانګړنې که درته ووایم بې‌شمېره دي، نو دا به مبالغه نه‌وي. ولې د هغه تر ټولو ځانګړتیا خو د هغه جادوګر غږ دی چې د لکونو او کروړونو پښتنو په زړونو کې یې ځان ته ځای پیدا کړی دی. هارون باچا چې د موسیقۍ په میدان کې دا ۲۵ کاله پوره کړي دي، هغه ډېر نوي نوي شیان په موسیقۍ کې اضافه کړي دي. هغه که د ټپو عروج ته رسول وي، د ټپو نوي طرزونه مخ ته راوړل وي، هغه که د بهترینې شاعرۍ او ښه کمپوز انتخاب وي، نو زما په خیال هارون باچا تر ډېرو زیاتو سندرغاړو، ډېرې زیاتې ځانګړنې لري."

  • هارون باچا ولې په دومره لږ وخت کې پر پښتو موسیقۍ باچايي پیل کړه او زرګونه مینه‌وال‌یې وموندل؟

د دانش خپرندویې ټولنې مشر اسد دانش‌یې لامل د هغه ښه انتخاب او د ډېرې موسیقۍ پر ځای "ښې" او "معیاري" موسیقۍ ته لومړیتوب او د "ډېرو" مینه‌والو پر ځای پر "معیاري" او "باذوقه"مینه‌والو حساب بولي.

ښاغلي دانش ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د هارون باچا موسیقۍ او انتخاب په نوي کهول کې له ښې او معیاري شاعرۍ سره مینه پیدا کړه او د شاعرۍ او شعر بازار یې هم وغوړاوه.

د دانش خپرندویې ټولنې مشر اسد دانش
د دانش خپرندویې ټولنې مشر اسد دانش

دی وايي:

"هارون باچا واقعاً چې په پښتو موسیقۍ کې بدلون راوسته. ښه ټکي ته‌یې چې پام وکړو، هغه دا و چې ښه او معیاري شاعري یې وویله او مبتذلو شعرونو نه‌یې ځان وساته. اوس چې کوم نوي ځوانان راټوکېدلي او ډېر ښه شعرونه وايي، نو په دې کې حتماً د هارون باچا د تشویق یو لاس شته دی، ځکه که د هارون باچا موسیقي ښه نه‌وی او خلکو نه خوښولای او د هارون باچا او ښه شعر قدر په ټولنه کې نه‌وی شوی، خلک ښه شعر ته نه‌تشویقېدل. دا ځوانان چې ډېری یې ښه شعرونه وايي، یو څه خو یې د مطالعې او پوهې تومنه او مالکه په‌کې دي، خو دې سره سره په دې کې د هارون باچا د موسیقۍ لاس هم دی."

د هارون باچا له‌خوا پښتو موسیقۍ ته د معیاري او نوي رنګ ورکولو یوه ګټه دا هم شوه چې د دې ډګر نویو سندرغاړو د هغه پر پل، پل کېښود او هڅه‌یې وکړه چې دوی هم خپل هنر د معیاري شاعرۍ په ګاڼه ښکلی کړي.

د پښتو موسیقۍ د روان بهیر یو وتلی سندرغاړی کرن خان چې ځان د هارون باچا شاګرد یادوي، همدې ټکو ته په اشاره د ښاغلي باچا د هنر ۲۵ کلن سفر ډېر کامیابه او له نوښتونو ډک بولي.

کرن خان وايي، هارون باچا فکري او شعوري موسیقي کړې، د پښتون قوم په فکري او شعوري وده کې یې پراخه ونډه اخیستې او په خبره‌یې چې د پښتون قوم د ولسي بېدارۍ په لړ کې به د ښاغلي باچا دغه خدمت تر ډېره ژوندی او یاد وي.

د پښتو موسیقۍ د روان بهیر یو وتلی سندرغاړی کرن خان
د پښتو موسیقۍ د روان بهیر یو وتلی سندرغاړی کرن خان

کرن خان په دې اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

" په دغو ۲۵ کلونو کې هارون باچا بلا نوښتونه وکړل. لومړی نوښت خو دا دی چې ټپه موږ سره په یو دوه درې اندازونو وه، هغه باچا په لسګونو اندازونو ولس ته معرفي کړله. بله دا چې نوي هنرمندان د هارون باچا د هنر نه دومره متأثره دي چې هر سړي کې څه نا څه رنګ د هارون باچا شته او په دې نوي کهول کې هارون باچا د موسیقۍ یوه ستن ده."

له ۱۹۹۲میلادي کال راهیسې تر دې دمه د هارون باچا نږدې ۴۹ البمونه بازار ته راوتي چې ټول‌یې د مینه‌والو له تود هرکلي سره مخ او په ډېر لږ وخت کې نایابه شوي دي.

ښاغلي باچا له ازادي راډیو سره په خبرو کې خپلو مینه‌والو ته زېری ورکړ چې د خپل هنري سفر ۵۰ البم "ګلرنګ" یې هم تیار دی چې په نږدې راتلونکي کې به‌یې د مینه‌والو لاسونو ته ورسېږي.

نوموړی پښتو موسیقۍ ته ورکړي کلونه خدمت بولي او خپل ۲۵ کلن هنري سفر په دې ډول ارزوي:

"تاسو ته رښتیا خبره وکړم چې داسې فکر نه‌کوم چې ما ګنې په دې کلونو کې کوم غټ کار کړی وي، کاش چې کړی مې وی، ما به بیا په خپله هم ویاړ کولای شوی. زما چې څومره اورېدونکي او مینه‌وال دي، زه د ټولو ډېره مننه کوم چې زما دغه مات ګوډ کار ته‌یې درانه کتلي دي او ماته‌یې ډاډ او حوصله راکړې ده، ترڅو زه نور هم په دغې برخه کې کار وکړم."

ښاغلی باچا همدا شان خپل پښتانه مینه‌وال ستايي چې ښه او معیاري موسیقي یې ونازوله او نوموړي ته‌یې هغه څه ورکړل، چې تمه‌یې نه‌لرله.

هارون باچا
هارون باچا

هارون باچا هیله وښوده چې د پښتو موسیقۍ خدمت به روان ساتي او له دې لارې به د ویرځپلو پښتنو د فکري ودې او د هغوی پر شونډو د موسکا په خپرولو کې ونډه اخلي.

ښاغلی باچا وايي، هڅې به مې تر خپلې وسې جاري وي چې د پښتو موسیقۍ په ډګر کې نور هم کار وکړم.

باچا وايي اوس خو راته نور هم ګرانه شوه، زما ۲۵ کاله په‌کې یاد شول، نو اوس باید نور داسې کار وکړمه چې زما تر کړیو کارونو ښه وي.

چلنج هم راته راپېښ دی، خو د ملګرو او مینه‌والو دعاګانې او دغه مینه‌یې چې راسره وي، نو زه هیله‌مند یم چې یو څه ښه کار به وکړای شم.

غږیز راپور یې دلته واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:07 0:00
مستقیم لېنک

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG