د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

د احمدظاهر ۴۵م تلين؛ یو شمېر مینه‌وال یې د نه هېرېدو بولي


 افغان هنرمند احمد ظاهر د ۱۳۲۵ لمریز کال د غبرګولي په ۲۴ نېټه زېږېدلی او د ۱۳۵۸ لمریز کال د غبرګولي په ۲۴مه نېټه په یوې ترافیکي پېښه کې ومړ.
افغان هنرمند احمد ظاهر د ۱۳۲۵ لمریز کال د غبرګولي په ۲۴ نېټه زېږېدلی او د ۱۳۵۸ لمریز کال د غبرګولي په ۲۴مه نېټه په یوې ترافیکي پېښه کې ومړ.

نن د احمد ظاهر له مرګه ۴۵ کاله تېرېږي، خو هغه لا هم د خپل هنر په مټ د خپلو خلکو او مینه‌والو تر منځ ژوندی دی.

د احمد ظاهر مینه‌والو دغه ځوانیمرګ نه دی هېر کړی او په افغانستان کې د طالبانو حکومت له‌خوا پر موسیقۍ له بندیز سره سره، اوس هم د هغه سندرې اورېدل کېږي.

د کابل یو اوسېدونکی چې د خپل نوم له ښودلو ډډه کوي، وايي چې د احمد ظاهر سندرې یې له ماشومتوبه اورېدلي دي.

هغه وویل: "د احمد ظاهر سندرې له ډېر پخوا نه زه ډېر وړوکی وم چې اورېدلې مو، ځکه زما پلار یې ډېر مینه‌وال و او کسټې به یې تر ډېره اورېدلې، خو اوس دا څو کاله کېږي چې په سندرو باندې یو څه بندیزونه راغلي، خو بیا هم چې زما پلار ووايي، له یوټيوب یې ورته ډاونلډوم."

د غور ولایت د فېروزکوه اوسېدونکی زبیر وايي، د احمد ظاهر سندرې ځکه ډېر مینه‌وال لري چې په خبره یې د سندرو موضوعات یې مختلف دي او ښه شعرونه یې ورته انتخاب کړي دي.

هغه وویل: "احمد ظاهر د افغانستان ټولو خلکو ته ګران دی او ان له افغانستان بهر هم په خلکو ګران دی، یو لامل یې دا دی چې هغه په بېلابیلو موضوعاتو سندرې ویلي، بل لامل یې د ښو شعرونو انتخاب، غږ او د هغه طلايي حنجره ده."

احمد ظاهر چې د افغانستان د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکی و، د ۱۳۲۵ لمریز کال د جوزا په ۲۴ زېږېدلی او د ۱۳۵۸ لمریز کال په همدې نېټه په سالنګ کې ظاهراً په یوې ترافیکي پېښه کې ومړ.

هغه د کابل په شهدا صالحین کې خښ دی، طالبانو یې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال په ۱۳۷۵ لمریز کال کې قبر هم وران کړی و، خو کله چې دا واکمنۍ سقوط شوه د ده مینه‌والو بېرته ورغاوه.

طالبان موسیقي د اسلام له نظره حرامه ګڼي.

احمد ظاهر له دېرشو زیات د سندرو البومونه لري او په ټوله کې د سندرو شمېر یې ۴۳۰ ته رسېږي.

د احمد ظاهر د هنري ډلې یو غړی او ملګری سندرغاړی خلیل راغب وايي، هغه دومره مینه‌وال درلودل چې په وچه ځمکه کېناستلو او کنسرت لیدلو لپاره به یې هم ټکټونه اخیستل.

هغه وویل: "قرارداد یې کړی و چې د کانټیننټال هوټل په بال روم کې به د یو کال لپاره کنسرت ورکوي، د هرې جمعې شپه به هلته احمد ظاهر کنسرت ورکاوه. په قرارداد کې راغلي وو، که مې خالي چوکۍ ولیده، زه کنسرت نه ورکوم او بیا بلې جمعې شپې ته کنسرت کوم. باور وکړئ چې دا یو کال کې، خالۍ چوکۍ، خو هیڅ امکان نه و چې موجوده وي، بلکې تر سلو کسانو پورې به ټکټونه اخیستل او په ځمکه به ناست وو، ویل به یې مونږ ته فرق نه کوي، په چوکۍ نه کېنوو."

احمد ظاهر چې د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکی و، د ۱۳۲۵ لمریز کال د جوزا په ۲۴ زېږېدلی او د ۱۳۵۸ لمریز کال په همدې نېټه په سالنګ کې ظاهراً په یوې ترافیکي پېښه کې ومړ.
احمد ظاهر چې د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکی و، د ۱۳۲۵ لمریز کال د جوزا په ۲۴ زېږېدلی او د ۱۳۵۸ لمریز کال په همدې نېټه په سالنګ کې ظاهراً په یوې ترافیکي پېښه کې ومړ.

د احمد ظاهر سندرې یوازې اورېدونکي او لیدونکي نه بلکې په لکونو لوستونکي هم لري.

د دانش خپرندویې ټولنې مشر اسد دانش وايي چې د (تنها صداست که میماند) په نوم کتاب، چې ده خپله په ۱۳۷۳کال کې راټول او ټولنې یې چاپ کړی دی، شاوخوا لس لکه ټوکه خرڅ شوی دی.

دانش زیاتوي: "لومړی ځل مو زر ټوکه چاپول، خو درې زره مو چاپ کړل، دا په دوه درې ورځو کې خرڅ شول، یوازې دا خرڅ نه شول، بلکې له مزار نه یو کتاب پلورنکی راغی، ویل د لس زره، شل زره ټوکو پیسې زه مخکې درکوم، دا ماته راکړئ، بل چاته یې مه ورکوئ."

احمد ظاهر، چې د افغانستان په دوو رسمي ژبو دري او پښتو سندرې ویلي او ویل کېږي په اردو او انګریزي ژبه یې هم کله کله ویلي، یوازې په افغانستان کې نه بلکې له افغانستان بهر هم ګڼ مینه‌وال لري.

یوې تاجکۍ سندرغاړې پروین احمدیار تېر کال د احمد ظاهر په تلین کې ازادي راډیو ته ویلي وو، هر کال یې په هېواد کې د غبرګولي په ۲۴مه د احمدظاهر د ياد مراسم ترسره کېږي.

نوموړې دا هم ویلي وو چې د احمدظاهر د غږ او هنري سبک ځانګړنه د ده سندرې د نسلونو لپاره نه هېرېدونکي کړي، هغه خبره چې د ده نور ډېری مینه‌وال او د غږ خوښونکي یې هم تاییدوي.

XS
SM
MD
LG