په داسې حال کې چې دا شپې ورځې بیا د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د پاکستاني پولیسو لهخوا د افغان کډوالو د نیولو راپورونه ورکول کېږي، په اسلاماباد کې د افغان کډوالو شورا، کډوالو ته د ځینو لازمو اقداماتو سپارښتنې کوي.
د دغه شورا مشر میوند عالمي افغان وايي، د ویزو د تمدید لپاره باید د وخت تر پوره کېدو یې یوه میاشت مخکې اقدام وشي او که څوک د ویزو د تمدید توان نه لري پهکار ده چې د شارپ دفتر له لارې ځان د ملګرو ملتونو د کډوالوعالي کمېشنرۍ یا "یواینایچسيآر" له دفتر سره ثبت کړي.
له نوموړي سره د ازادي راډیو خبریال حدیث پردېس خبرې کړي او په سر کې یې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه ترې پوښتلي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: