د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

د ننګرهار د بارانونو او توپان اغېزمن خلک: تراوسه زمونږ لاسنیوی نه دی شوی


په ننګرهار کې د وړمې ورځې د بارانونو او توپان له کبله ځايي اوسېدونکي د ممکنه کسانو د ژغورنې هڅې کوي.
په ننګرهار کې د وړمې ورځې د بارانونو او توپان له کبله ځايي اوسېدونکي د ممکنه کسانو د ژغورنې هڅې کوي.

د ننګرهار په وروستیو سختو بادونو او بارانونو کې اغېزمن خلک وايي، لا مرستندویه ډلې د دوی لاسنیوي ته نه‌دي ورغلي.

د سره رود یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل، د سیمې خلک دا دوه ورځې په کورونو کې ګرځېدل څو ایسار ټپيان یا مړي را وباسي.

هغه وويل: "ځوانان کور په کور ګرځېدل. هغو خلکو سره یې مرستې کولې چې د کورونو لاندې وو د خاورو لاندې وو. مړي او زخمیان يې راوایستل. د مړو کره شمېره لا تر اوسه هم نه‌ده معلومه. د یوې کورنۍ تقریباً ۱۳ کسان مړه دي. یو کوما حالت کې و، هغه هم ساه ورکړه. تر اوسه دغسې حالات روان دي. خلک کمک کوي یو بل سره لاس په لاس کېږي، خو مرستندویه ډلې که یواین‌ایچ‌سي‌آر دی، یونېسف یا ډبلیوایف‌پي دی، کومه ډله لا نه‌ده راغلې او موږ سره یې مرسته نه‌ده کړې."

که څه هم جلال‌اباد ښار او ځینې نورې سیمې هم وروستیو بارانونو او توپانونو کې زیانمنې شوي، خو د سره رود څو لرې پرتې سیمې سیاه سنګ، شکرالله نمرې او چارباغ کليو کې خلکو ته ډېره مرګ‌ژوبله او تاوانونه رسېدلي دي.

په ننګرهار کې بارانونو او توپان درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
په ننګرهار کې بارانونو او توپان درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د جلال‌اباد یوه اوسېدونکي همایون لودین ازادي راډیو ته وویل، وضعیت کړکېچن دی او باید نړیوال مرستندویه سازمانونه او دولت له خلکو سره مرستې وکړي.

د ننګرهار اوسېدونکی همایون لودین وايي: خلک ډېر زیات زیانمن شوي دي او خلک سرپناه ته جدي اړتیاوې لري.

نوموړی وايي: "د مرستندویه ټولنو او حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې اړمنو خلکو ته رسېدنه وکړي، ځکه خلک ډېر زیات زیانمن شوي دي او خلک سرپناه ته جدي اړتیاوې لري."

د راپورونو له‌مخې د توپانونو شدت ډېر زیات وو او اکثر خلک د کورونو د چتونو د نړېدو په پېښه کې سخت ټپيان شوي دي.

اخوا د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، ننګرهار ته یې خپل سیار ټیمونه استولي.

د دې کمېټې په یوه بیان کې چې سه شنبه خپور شو، راغلي چې دوه سیار بېړني روغتیايي ټیمونه سرخ رود ته استول شوي او هلته د ټپيانو په درملنه لګیا دي.

د ژغورنې کمېټې د افغانستان څانګې مشرې سلما بن عیسی ویلي، په ننګرهار کې په وروستیو مړینو خواشینې ده، خو که نړیوال تمویلونکي د مرستندویو ډلو لپاره لازمه بودیجه تامین نه‌کړي ښايي په داسې پېښو کې د مرګ‌ژوبلو شمېر لا پسې لوړ شي.

د ننګرهار چارواکو تر پرون ماښامه د ۴۷ کسانو د مړینې او د ۳۵۰ نورو د ټپيانېدو تایید کړی دی.

وېره یې شته چې دا شمېرې لا پسې زیاتې شي ځکه لا هم د ایسارو خلکو یا د مړو د را ایستلو لپاره هڅې روانې دي.

په کونړ، لغمان، کاپیسا او پنجشېر کې هم سېلونه راوتلي چې خلکو ته یې د سر او مال تاوان رسولی دی.

په کونړ کې پنځه کسان مړه شوي، په کاپيسا کې دری کسان مړه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG