د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

له‌زده کړو د افغان نجونو ۱۰۰۰ ورځې محرومیت ویجاړونکی او ناهیلی کوونکی وبلل شو


د افغانستان په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځي. طالبان په ټول افغانستان له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.
د افغانستان په نیمروز کې د نجونو یو ښوونځي. طالبان په ټول افغانستان له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستياله هیدر بار وايي، هغه څه چې په افغانستان کې له زده‌کړو څخه د نجونو د محروميت په ١٠٠٠ ورځو کې له لاسه ورکړل شوي، ډېر ويجاړونکي او ناهیلي کوونکي دي.

هغې له ازادي راډيو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وويل چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بنديز د لرې کولو لپاره د طالبانو له لوري د نرمښت کومه نښه نه لیدل کېږي.

سحر لېوال د مرکې په لومړي سر کې له هغې پوښتلي، هغه موارد چې د بار له نظره له زده‌کړو څخه د نجونو د محرومیت په زرو ورځو کې له لاسه ورکړل شوي دي، جبرانېدای شي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:48 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG