د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

افغانستان کې د نري رنځ د ناروغانو زیاتوالی؛ مخنیوی یې څنګه کېدای شي؟


ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ربع کې د نري رنځ د ناروغانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ سلنه زیات شوی دی.

دوی ازادي راډيو ته وویل چې تر دې مهاله د دې ناروغۍ څه باندې ۱۲ زره مثبتې پېښې یې ثبت کړي دي.

په دې ناروغۍ اخته کسان وايي چې شدیده تبه لري دوامداره ټوخېږي، اشتها نه لري او تنفسي ستونزې هم لري.

د هرات د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې ګل بخته وايي،له اوو کلونو راهيسې د نري رنځ (سل)په ناروغۍ اخته ده.

هغې ازادي راډيو ته وویل، له اوو کلونو وروسته ډاکټرانو تشخیص کړه چې دا نری رنځ لري.

" اشتها مې کمه وه، سر مې درد کاوه، ټوخېدم، یخني مې کېده، ملا مې هم درد کاوه، ډاکټر ته ولاړو د وینې معاینات او د زړه ګراف یې راته واخیست، بیا یې راته وویل چې په نري رنځ اخته یم، اوس په میاشت کې یو ځلې درمل اخلم یو څه ښه شوې یم."

د کابل ولایت اوسېدونکې وحیدې ازادي راډيو ته وویل چې له شپږو میاشتو راهیسې د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوې او په شخصي روغتونونو کې یې د درملنې توان نه لري.

"شپږ میاشتې کېږي چې نري رنځ یاندې اخته یم، اشتها مې ډېره کمه ده، ټوخېږم، په سمه توګه ساه نه شم اخیستلی، په شخصي روغتون کې د درملنې توان نه لرم."

د نري رنځ یوه ناروغه - ارشیف
د نري رنځ یوه ناروغه - ارشیف

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې سږ میلادي کال په افغانستان کې د نري رنځ (سل) ناروغۍ زیاتې شوې دي.

د دغه وزارت د نري رنځ د ملي پروګرام مشر خان محمد منګل ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال د نري رنځ څه باندې ۱۲ زره مثبتې پېښې دوی ثبت کړي دي.

" موږ د ۲۰۲۳ کال د لومړۍ ربعې په تېردو، د نري رنځ ۱۱زره او ۶۵۵ ناروغان ثبت کړي وو چې تر درملنې لاندې وو، او د ۲۰۲۴ کال د لومړۍ ربعې په پای کې، دا پېښې ۱۲زره او ۳۱۶ ته رسیدلي چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۶ سلنه زیاتوالی ښیي."

ده ادعا وکړه چې د درملنې اسانتياوې ښې شوې او د ناروغانو مراجعه هم ډېره شوې ده.

د منګل په خبره،د نري رنځ درملنه په دولتي روغتونونو او روغتيايي مرکزونو کې وړيا ده.

په ورته وخت کې د نري رنځ متخصص ډاکټر احمد ضیا امیري ازادي راډيو ته وویل چې دا ناروغي ساري ده او که په دې ناروغۍ د اخته کس درملنه پر وخت ونه شي، په یو کال کې له ۱۰ تر ۱۵ کسانو ته یې خپرولی شي.

"د نري رنځ ناروغي يوه ساري انتاني ناروغي ده، چې معمولاً سږي پرې اخته کېږي او دا ناروغي د وينې له لارې نورو مراجعينو يا ناروغانو ته خپرېږي، څوک چې دا ناروغي ولري، په کال کې له لسو تر پنځلسو نور کسان پرې اخته کولای شي."

کابل او ولایتونو کې یو شمېر خلک د روغتیایي خدمتونو له خرابوالي شکایت لري
کابل او ولایتونو کې یو شمېر خلک د روغتیایي خدمتونو له خرابوالي شکایت لري

ډاکټر امیري وايي، د نري رنځ ناروغان باید تر رغېدو پورې د کورنۍ او ټولنې له غړو سره تماس ونه لري او ماسکونه وکاروي تر څو نورو ته د دې نارړغۍ د انتقال مخنیوی وشي.

په افغانستان کې په نري رنځ (سل) ناروغۍ د اخته کسانو کره شمېر معلوم نه دی، خو د بې پولې ډاکټرانو سازمان شاوخوا یو نیم کال وړاندې په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې هر کال تر ۱۳ زره ډېر کسان د دغې ناروغۍ د اخته کېدو له امله مري.

ډاکټران د نري رنځ لامل MTB یا یو ډول مایکوباکټریوم بولي چې په مستقیم ډول په سږو برید کوي، سږي او د بدن نور غړي پرې اخته کوي.

د دوی په خبره، نري رنځ ناروغي د زیات عمر لرونکو خلکو، کمزورو خلکو او امیندوارو میرمنو کې ډیرې دي چې د ماشومانو د پر له پسې زېږون وروسته د وینې کمښت له امله ورته پیدا کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG