د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

د توبرکلوز نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: دا ناروغي هر کال په افغانستان کې زرګونه کسان له منځه وړي


ارشیف: د هرات یوه روغتون کې په توبرکلوز یا نري رنځ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: د هرات یوه روغتون کې په توبرکلوز یا نري رنځ اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.

نن د مارچ ۲۴مه د نري رنځ یا توبرکلوز نړیواله ورځ ده.

د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټول افغانستان کې د نري رنځ نږدې پنځوس زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د وري په پنځمه د دوشنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې دا شمېره د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۵،۵ سلنه کموالی ښيي.

د نوموړي په وينا، تېر کال په افغانستان کې پر توبرکلوز ډېری اخته کسان ښځې وې.

هغه وايي: " ۲۰۲۳ کال کې په ټول افغانستان کې د نري رنځ شاوخوا ۴٩،٥٣٣ پېښې ثبت شوي او موږ د ٧٨٣ روغتیایی مرکزونو له لارې دغو ناروغانو ته روغتیایی خدمتونه وړاندې کوو."

خو د طالبانو حکومت د عامې روغتيا وزارت وياند ونه ویل چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د نري رنځ له امله څومره ناروغان مړه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ايکس پاڼه ليکلي چې په افغانستان کې هر کال زرګونه کسان پر نري رنځ د اخته کېدو له امله مړه کېږي.

دغې ادارې زیاته کړې چې په ۲۰۲۳ کال کې په دغه هېواد کې د نري رنځ تر ۵۰ زرو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.

پر نري رنځ یو شمېر اخته ناروغانو او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو نېږدې خپلوانو ازادي راډیو ته وویل، له هغه وخت راهیسې چې په دې ناروغۍ اخته شوي له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

فوزیه چې په دې وروستیو کې پاکستان ته کډواله شوې، ازادي راډيو ته يې وویل چې له یو کال راهیسې د نري رنځ په ناروغۍ اخته ده.

هغه وايي: "زه ټوخېږم ساه مې بنده ده، له سينې مې بلغم بېلېږي، ټول بدن مې درد کوي، هډوکي مې بې شومې دي."

د نورستان ولايت اوسېدونکى محمد اسماعيل وايي، د تره زوى يې په نري رنځ اخته دى او دې ناروغۍ ډېر کمزورى کړى دى.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "شپږ مياشتې کېږي چې د کاکام زوى مې په نري رنځ اخته دى، کله مې چې وليده، ډېر ضعيف او کمزورى شوى."

په کابل کې د امریکا سفارت هم په خپله ايکس پاڼه پخواني تويټر کې لیکلي چې له نري رنځ هر کال په زرګونه افغانان اغېزمن کېږي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې په داسې کورونو کې ژوند کوي د کورنۍ غړي يې ډېر وي او د هوا د بدلون امکانات په کې ډېر نه وي.

د نري رنځ د څانګې متخصص ډاکتر صفت الله نیازی وايي: "توبرکلوز یا نري رنځ یوه اوږدمهاله باکتریايي ناروغي ده چې نښې یې تبه ، د بدن کمزوتيا ، او د وزن کمېدل او کم اشتهايي ده او دا په آزاده هوا کې د تبې او ټوخي له لارې له ناروغ څخه روغ انسان ته لېږدول کېږي."

د مارچ ٢۴ د نري رنځ له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د دې ورځې په مناسبت د روغتیا نړیوال سازمان په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې دوی هر کال د نري رنځ نړیواله ورځ نمانځي، څو د نري رنځ د روغتیايي، ټولنیز او اقتصادي زيان په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي او د ختمولو لپاره یې هڅې چټکې کړي.

XS
SM
MD
LG