د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

په افغانستان کې هر کال ۱۱زره کسان د نري رنځ ناروغۍ له امله مري


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، سره له دې چې په تقریبي ډول هر کال په افغانستان کې شپیته زره کسان په توبرکلوز اخته کیږي؛ خو زیاتوي چې په تیر ۲۰۱۳م کال کې دوی د دې ناروغۍ ۳۱۶۲۲ پیښې ثبت کړي.

د عامې روغتیا وزیرې ډاکتر ثریا دلیل د سه شنبې په ورځ په کابل کې د توبرکلوز د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وویل؛ د روغتیا نړېوال سازمان او د دوی موندنې ښيي چې؛ افغانستان د نړۍ د هغو دوه ویشت هېوادونو په ډله کې راځي؛ چې په توبرکلوز د اخته وو کسانو لوړ ګراف لري:

"د روغیتا نړېوال سازمان وروستۍ راپور په تېر ۲۰۱۳ کال کې ښیي؛ چې هرکال شاوخوا شپېته زره افغانان په دې ناروغۍ اخته کیږي او هر کال هغه کسان چې د دې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ د هغوی شمېر یوولسو زره اټکل شوی دی او هغه لویه ستونزه چې د توبرکلوز ملي پروګرام ورسره مخامخ دی؛ د تورکلوز هغه شدیدې پیښې دي چې؛ د درمل زور وراندې نه رسیږي."

مېرمن دلیل په افغانستان کې فقر او ناسمه تغذیه د توبرکلوز ناروغۍ عمده علتونه بولي.

د دې وزارت په خبره په توبر کلوز ناورغۍ په سلو اخته وو کسانو کې ۶۶ فیصده میرمنې دي.

ډاکتران نری رنځ یا توبرکلوز یوه خطرناکه او ساري ناروغي بولي او زیاتوي چې، په اساني سره له یوه انسانه بل ته سرایت کوي.

د روغتیا وزارت له کورنیو څخه غواړي؛ څو د توبرکلوز پر ضد واکسین چې د ‌BCG په نوم یادیږي خپلو نویو زیږیدلو ماشومانو ته په لومړۍ ورځ ورکړي.

همدارنګه د روغتیا نړویوال سازمان د توبرکلوز د له منځه وړلو د ملي ستراتیژۍ پروګرام د پنځو نور کلونو لپاره په افغانستان کې وغځو.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان یوغړی ډاکټر ریچارډ پیپر کورن چې د توبرکلوز د نړیوالې ورځ غونډې ته راغلي و؛ ټینګار یې وکړ چې، دوی غواړي د عامې روغتیا وزارت په رهبرۍ او د نورو مرستندویه هېوادونو په همکاري؛ په افغانستان کې د توبرکلوز په له منځه وړلو کې مرسته وکړي:

د روغتیا نړېوال سازمان او جاپان په افغانستان کې د توبرکلوز د لابراتورانو او د دوا سیستم لپاره د راتلونکو درېیو کلونو لپاره د دولسو میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه کړي."

د روغتیا وزارت له عامو خلکو غواړي، چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ د ختمولو لپاره ورسره مرسته وکړي.

همداراز د غه وايي چې، د توبرکلوز د شدیدو پیښو لپاره یې د جاپان هېواد په مرسته د کابل په دارلامان سیمه کې یو روغتون جوړ کړی او د سل یا توبرکلوز ناروغۍ درملنه په وړیا توګه هلته دوام لري.
راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG