د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

لاهم په افغانستان کې هرکال ۱۴زره کسان له نري رنځه مري


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې د تیرو۱۴ کلونو په پرتله، د توبرکلوز یا نري رنځ تر ټولو ډیرې پېښې ثبت کړي دي.

د دغه وزارت د توبرکلوز د کنټرول د څانګې متخصصین وایي، په دې کال کې د نري رنځ د ثبت شوو پېښو ارقام شااوخوا ۳۷ زره دي او دا د دې ښکارندوي کوي چې د دوی فعالیتونه پراخ شوي دي.

توبرکلوز یا نری رنځ د درملنې وړ یوه ناروغي ده، خو د روغتیا نړېوال سازمان موندنې ښيي چې لا هم هرکال په افغانستان کې شااوخوا ۱۴زره کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه کیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د روغتیا د نړېوال سازمان اندیښنې پرځای بولي او وايي، هڅه یې دا ده چې د هرکال په تیریدو د نري رنځ له امله د تلفاتو شمېر راکم کړي.

د دغه وزارت د توبرکلوز د کنټرول د ملي پروګرام ټرینر متخصص لطف الله منظور د پنجشنبې په ورځ چې له نري رنځ سره د مبارزې نړېواله ورځ هم ده، ازادي راډیو ته وویل، په ټول هېواد کې یې د نري رنځ د درملنې ۱۹۷۳ مرکزونه جوړ کړي دي.

ښاغلی منظور وایي، د نري رنځ د درملنې همدې مرکزونو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نري رنځ څه باندې ۳۷ زره پیښې ثبت کړي چې دا ارقام بې ساري دي.

ښاغلي منظور زیاته کړه:

"دغو مرکزونو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نري رنځ ۳۷۰۰۱ پېښې ثبت کړي او درملنه یې کړې ده، د تیرو ۱۴کلونو په پرتله دا تر ټولو زیاتې ثبت شوې پېښې دي، ځیني کسان ممکن دا پوښتنه وکړي چې ولې د پېښو ارقام زیات شوي دي، دوی ته باید ووایم چې پېښې زیاتې دي، خو ثبت شوي ارقام دا ښکاره کوي چې فعالیتونه پراخ شوي او د پیښو د ثبت چارې ګړندۍ شوي دي."

د مارچ ۲۴مه له نري رنځ سره د مبارزې نړېواله ورځ ده او هرکال د دغې ورځې د لمانځنې لپاره افغان چارواکي هم پروګرامونه جوړوي او د دغې ناروغۍ د له منځه وړ ژمنې کوي.

د روغتیا د نړېوال سازمان وروستۍ موندنې ښيي چې په افغانستان کې هرکال ۶۰زره شااوخوا کسان په نري رنځ اخته کیږي او دا ناروغي کابو ۱۴ زره کسان وژني.

نری رنځ یوه مکروبي او ساري ناروغي ده او هر څوک چې له دوو اونیو زیات ټوخی ولري ډاکټران سپارښتنه کوي چې یو ځل باید روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړي.

دا ناروغي په سږو باندې مستقیم اغیز لري او د افغانستان په څير هېوادونو کې چې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې په کې زیاتې وي، ډیر خلک پرې اخته کیږي.

یو شمېر روغتیایي کارپوهان بیا وایي، نری رنځ معلومې او مجهولې پیښې لري او د مجهولو پیښو د موندلو لپاره یې باید عامې روغتیا وزارت پیاوړې متخصصین وروزي.

د نري رنځ هماتولوژست محمد ظاهر ستانکزي ازادي راډيو ته په دې اړه خپل نظر داسې څرګند کړ:

"په کار دا ده چې څو نورو برخو ته پاملرنه وشي، توبرکلوز پېښې چې کومې ثبت شوي ممکن له دې هم ډیرې وي، اوله موضوع دا ده چې متخصصین باید وروزل شي ترڅو هغه لومړنۍ مرحله کې د چيست اکسرې له لارې توبرکلوز تشخیص کړي، د متخصصینو له روزلو سره به د توبرکلوز پټ کیسونه هم پیدا شي، ځکه پټ کیسونه تکړه متخصص ته ضرورت لري."

په افغانستان کې که څه هم په تیرو ۱۴کلونو کې روغتیایي خدمات پراخ شول، خو عام خلک لا هم په دولتي روغتیایي مرکزونو کې د خدماتو له څرنګوالي خوښ نه دي.

د روغتیایي خدماتو او درملو ټیټ کیفیت او د روغتیایي متخصصینو کموالی هغه عمده عوامل دي چې له مخې یې هرکال زرګونه افغانان د درملنې لپاره له هېواده بهر په ځانګړې توګه هند او پاکستان ته ځي.

د عامې روغتیا وزیرله دې وړاندې ویلي و، هڅه یې دا ده چې د هېواد دننه د روغتیایي خدماتو په معیاري کولو، له بهره د خلکو پام را واړوي، خو دا هغه ژمنه ده چې د یو شمېر نورو حکومتي چارواکو د ژمنو په څیر یې عملي بڼه نه ده غوره کړي.

اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG