د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د اګسټ د ۱۵ مې خاطرې؛ اوږۍ امېل: ترقیامته به مې هېر نه شي، خلک له طالبانو تښتیدل، له طیارو ولویدل


دوه کاله وړاندې په دې ورځ طالبان کابل ته ننوتل او د افغانستان جمهوري نظام سقوط شو- ارشیف
دوه کاله وړاندې په دې ورځ طالبان کابل ته ننوتل او د افغانستان جمهوري نظام سقوط شو- ارشیف

نن د اګست پنځلسمه نېټه ده.

دوه کاله وړاندې په دې ورځ د طالبانو اوسني حکومت کابل ونیوه او تېر جمهوري نظام ړنګ شو.

پنځه ویشت کلنه مېرمن اندړ چې په کابل کې ژوند کوي وايي، دوه کاله وړاندې د اګسټ پنځلسمه هغه مهال چې طالبان د کابل تر دروازو ورسېدل په ټول ښار وېره او ډار حاکم و.

د ټولو خلکو په خولو همدا پوښتنه وه چې څه به کیږي؟

خو د دې په خبره د جمهوري حکومت هیڅ چارواکی نه و چې خلکو ته د ولې او دا چې څه پېښېږي؟ ځواب ووايي.

مېرمن اندړ وايي چې په څو ساعتونو کې د ټول ښار بڼه بدله شوه، د تېر جمهوري نظام سرتېري له سترګو پناه او په ځای یې طالبان راڅرګند شول.

طالبانو پر کابل ښار خپل بیرغونه ځړول او د افغانستان درې رنګه ملي بیرغونه یې لیرې کول - ارشیف
طالبانو پر کابل ښار خپل بیرغونه ځړول او د افغانستان درې رنګه ملي بیرغونه یې لیرې کول - ارشیف

هغې زیاته کړه: "د کاکا لور مې راته راغله، ډېر په وارخطایي سترګې یې له اوښکو څخه ډکې وې، ویل راپورته شه، چې طالبان تر باغ بابر پورې راورسېدل، خور مې ښوونځي کې وه، نارینه بیرون وو، انټرنېټي شبکې قطع شوې، ډېره وارخطايي او ډار و، تر هغه چې د کورنۍ غړي کورته رارسېدل ډېر سخت حالت مو تېر کړ."

د تېر جمهوري حکومت د رسمي ادارو یو شمېر کارکونکي وايي، نظام داسې سقوط وکړ چې ډېری مسوولان پرې خبر هم وو، ان دوی په خپلو دفترونو کې په کار بوخت وو، خو بیرون هر څه بدل شوي وو.

د پخواني نظام یوه تن لوړپوړی چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې کله له دفتر څخه راووتلو نور نو د وزیر، معین او رییس توپیر نه کېده، ټول په دې هڅه کې و چې ځان ژر کور ته ورسوي.

هغه وايي: "دفتر نه راووتلو په ښار کې ټکسي نه پیدا کېده، یو موټر به چې راغی شلو کسانو به ورمنډې کړې، یوه وحشتناکه ورځ وه. یو دم له هرې خوا طالبان راښکاره شول، د هرې مور له سترګو څخه اوښکې روانې وې، تمه یې نه وه چې بچي به یې کور ته راشي. تراوسه پورې موږ په وېره او بدبختۍ کې شېبې تېروو."

افغان لیکواله اوږۍ امېل په داسې حال کې چې خلکو د ځان لپاره له طالبانو څخه د پناه کېدلو ځایونه لټول، خبر خپور شوو چې د کابل له هوایي ډکر څخه طیارې کسان بهر ملکونو ته انتقالوي.

لسګونه زره افغانان د طالبانو له راتلو سره سم له هېواده د وتو لپاره په کابل هوایي ډګر کې ټول شوي وو - ارشیف
لسګونه زره افغانان د طالبانو له راتلو سره سم له هېواده د وتو لپاره په کابل هوایي ډګر کې ټول شوي وو - ارشیف

هغې وویل: "زوړ ځوان ټول روان و، تر قیامته به مې هېر نه‌شي له طیارو څخه خلک راولوېدل، په انفجار کې مړه او ټپیان شول، شپې یې په لارو کوڅو کې سبا کړې، دا ټول ولې؟ خو د همدې طالبانو له وېرې، خلکو ته د دوی کارنامې ثابتې وې، له دوی څخه تښتېدل."

د جمهوریت د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنۍ فکر دومره ژر او داسې اسانه په خپله طالبان هم چې کلونه کلونه یې جکړه کړې وه، نه و کړی.

د طالبانو د حکومت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاست ارشد مشاور روح الله هوتک په دې هکله ازادي راډیو ته وویل: "نن د ازادۍ ورځ نمانځل کېږي. تاسو ته معلومه ده چې د دوو کلنو په ترځ کې مذاکراتو هر څه بدل کړل، هغه مهال د امارت هېڅ یوه وګړي هم دا تصور نه و کړی چې تېره اداره به داسې ژر نسکورېږي، د ناټو له وتلو وروسته حتی یو ساعت هم د دوی رژیم پایښت ونه کړ."

د طالبانو د بیا واکمنۍ ورځ چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه ڼېټه ده، د دوی لخوا عمومي رخصتي داسې مهال اعلان شوې چې د افغانانو نورې د رخصتۍ مناسبتي ورځې پرته له اخترونو څخه حاکم نظام رسمي ورځې اعلان کړې.

دا ورځ طالبان د بريا او ګڼ شمېر افغانان چې د طالبانو په بيا واکمنۍ سره يې ازادۍ سلب او د دوی په وينا د افغانستان بنسټونه په‌کې ونړېدل توره ورځ بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG