د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

کابل ته د مړو شویو افغانانو د جسدونو لېږد؛ بلغاریا دا پېښه تر ټولو خونړۍ بللې


د هغو افغانانو جسدونه کابل ته رسېدلي چې بلغاریا کې مړه شوي وو. د مړو شویو افغانانو جسدونه په تېره فبرورۍ میاشت کې په بلغاریا کې یوه کانټینر کې موندل شوي وو.
د هغو افغانانو جسدونه کابل ته رسېدلي چې بلغاریا کې مړه شوي وو. د مړو شویو افغانانو جسدونه په تېره فبرورۍ میاشت کې په بلغاریا کې یوه کانټینر کې موندل شوي وو.

د افغانستان په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کابل ته له بلغاریا د هغو اتلسو افغانانو د جسدونو د لېږدولو په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې په فبرورۍ میاشت کې په هغه هېواد کې په قاچاقي توګه نورو اروپایي هېوادونو ته په لار یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

بلغاریایي چارواکو د دغو افغانانو جسدونه پلازمېنې صوفیې ته نږدې د یوې لویې لارې ترڅنګ په یوه پټه خونه کې موندلې وو.

د بلغاریا د جنایي تحقیقاتو د ادارې مشر دا په دې هېواد کې د کډوالو اړوند تر ټولو خونړۍ پېښه یاده کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې د اتلسو افغانانو جسدونه د چهارشنبې د ورځې سهار هېواد ته د اریانا افغان هوایي شرکت په ذریعه را انتقال شول.

د هغه په خبره دوی د فبرورۍ میاشتې په اوولسمه نېټه د بلغاریا له پلازمېنې صوفیې نورو اروپایي هېوادونو ته په لاره په یوه کانټینر کې د تنفس د کمښت له امله خپل ژوند له لاس ورکړی و.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې، اوس یې وخت دی چې طالبان په رسمیت وپېژندل شي، تر سرلیک لاندې د یوه مطلب د پیل په کرښو کې ویلي، د امریکا د ډیپلوماتیک حضور نشتوالي واشنګټن د بې وسۍ له حالت سره مخ کړی او په کابل کې یې سخت دریځي پیاوړي کړي دي.

دغه مطلب په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان پخواني سفیر او د اتلانتیک شورا څېړونکي جاوید احمد او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، سي آی اې پخواني چارواکي ډګلاس لندن چې د ګومارونکي په نوم د جاسوسۍ او د امریکا د جاسوسۍ د ورک شوي هنر په نوم یې یو کتاب هم چاپ شوی، په ګډه لیکلی او فارن پالیسي د سې‌شنبې د ورځې په ګڼه کې خپور کړی دی.

لیکوالانو یې ویلي چې متحده‌ایالات باید له ډیپلوماتیک پلوه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

دوی ویلي، د پخواني افغان سفیر او په سیمه کې د تروریزم په وړاندې د مبارزې د مشر په توګه ورته د دې خبرې کول اسانه نه‌دی، خو زیاتوي، که دا کار وشي د ډېرو لپاره به یو دردناکه خیانت و انګېرل شي، خو بدیل څه دی، افغانستان پرېښودل شي چې یوه خطرناکه ګوښه شوي سلطنت ته سقوط وکړي او که هلته بصیرت نه وي او پېښو ته د لوري ورکولو لپاره د نفوذ وسیلې نه وي، دا به د ټولو لپاره د نورو ناوړه پایلو په معنا وي.

فارن پالیسي د امریکا له‌خوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو موضوع داسې مهال راپورته کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ وویل چې د طالبانو لپاره به ترهغو چې په هېواد کې پر خپلو خلکو په تېره پر ښځو سختو فشارونو ته دوام ورکوي، ډېره ستونزمنه وي چې نړیوال رسمیت ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، موږ پوهېږو چې طالبان د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندلو په لټه کې دي، خو دې هدف ته د رسېدو لپاره باید خپل مشروعیت ترلاسه کړي.

د هغه په خبره طالبان دغه مشروعت ترهغو نه‌شي ګټلی چې پر خپلو خلکو فشارونه ونه دروي.

میلر ټینګار وکړ چې طالبان هڅوي چې د بشري حقونو له ځپنې لاس واخلي او پر ښځو محدودیتونه پای ته ورسوي.

طالبان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د پخواني جمهوري نظام له ړنګېدو سره پر افغانستان بیا واکمن شوي، سرپرست حکومت یې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG