د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

روغتيا وزارت: افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوي دي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې په تېره یوه میاشت کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د مثبتو پېښو د زیاتوالي خبره کوي.

شعیب چې د کابل ښار اوسېدونکی دی وايي، له څو ورځو راهیسې سخته تبه او ځان درد لري او د ستړیا او کمزورۍ احساس کوي.

شعیب وايي، بې‌کاره دی او د خپلې درملنې لپاره ډاکټر ته د تګ وسه نه‌لري، له همدې امله هڅه کوي خپله درملنه په خپل سرو داروګانو او یوناني بوټو وکړي.

نوموړی وايي: "زه ډېر ځان درد یم، زه احساس کوم چې زما د بدن ټولې برخې ټوټې ټوټې شوي او سخت ستړی یم. زه نه‌شم کولی ډاکټر ته لاړ شم ځکه چې زه د فیس ورکولو او درمل اخیستلو پیسې نه‌لرم، نو زه په کور کې د یوناني بوټو درمل کاروم."

زه نه‌شم کولی ډاکټر ته لاړ شم ځکه چې زه د فیس ورکولو او درمل اخیستلو پیسې نه‌لرم

دی وايي، تېر کال یې هم ورته نښې نښانې درلودې او ډاکټرانو ورته ویلي و چې په کرونا اخته شوی يې.

په کابل کې د افغان - جاپان روغتون مسوولین په خلکو کې ځان دردی او ستړیا د کرونا ناروغۍ نښه بولي او وايي، اوس مهال په خلکو کې د کرونا ناروغۍ مثبتې نښې مخ په ډېرېدو دي.

د ياد روغتون سرطبیب ډاکټر طارق اکبر ازادي راډيو ته وویل، دا مهال د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ډېر دی.

د افغان جاپان روغتون کې پر کرونا اخته ناروغان، انځور - ارشيف
د افغان جاپان روغتون کې پر کرونا اخته ناروغان، انځور - ارشيف

د هغه په خبره، د دې زیاتېدو یوازینی لامل د وړوکي اختر په ورځو کې له روغتیايي سپارښتنو پرته لیده کاته وو.

نوموړی وايي: "دا ناروغي له لسو ورځو راهیسې مخ په زیاتېدو ده، موږ په روغتون کې ۳۰ ناروغان لرو، هره ورځ له ۴۰ تر ۵۰ ناروغان موږ ته راځي، چې ۵۰ سلنه یې مثبتې نښې لري."

ښاغلي اکبر وویل، په تېرو لسو ورځو کې په دغه روغتون کې په کووېډ-۱۹ اخته یو کس مړ شو.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت هم په تېره یوه میاشت کې د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتوالي خبر ورکوي.

په تېره یوه میاشت کې له موږ سره نږدې ۲۵۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي
شرافت زمان

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د سه‌شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې د دغې ناروغۍ پېښې کمې شوې وې، چې په یوه میاشت کې د ناروغانو شمېر له ۱۶ څخه تر ۱۷ سوو پورې ثبت وو، خو په تېره یوه میاشت کې له موږ سره نږدې ۲۵۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې دا شمېره د نورو میاشتو په پرتله یو څه لوړه شوې ده."

ښاغلي زمان زیاته کړه، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه تر اوسه په دغه هېواد کې له ۱۲ میلیونو ډېر کسان واکسین شوي دي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې، له دې ناروغۍ د ژغورنې په موخه خلک باید ټولنیز واټن په پام کې ونیسي، د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې دې له ماسک نه کار واخلي او خپل لاسونه په ورځ کې څو ځله په صابون او اوبو ومینځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG