نن د اپریل اوومه د روغتیا له نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ خو یو شمېر افغانان د طالبانو له واکمنۍ وروسته سمو او پر وخت روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي او د درملنې د لوړو لګښتونو له امله شکایت لري.
صديقه چې د کابل ښار اوسېدونکې ده وايي، څو ورځې وړاندې د نسايي ولادي يوه روغتون کې د ډاکټرانو د بېغورۍ له امله یې یوه خپلوانه مرګوني حالت ته ورسېده.
د هغې په خبره، په دولتي روغتونونو کې د خدمتونو کچه کمه شوې ده.
نوموړې وايي: "هغه اړینه او روغتیايي پاملرنه چې باید له ناروغانو وشي، نهکېږي. موږ د دې شاهد یو چې یوه خپلوانه مو څو ورځې مخکې د ولادت لپاره روغتون ته تللې وه، خو د ډاکټرانو د بېغورې له امله نږدې وه چې مړه شي."
"هغه اړینه او روغتیايي پاملرنه چې باید له ناروغانو وشي، نهکېږي.
صديقه زیاتوي، چې شخصي روغتونونه لا هم متخصص او تجربه کار ډاکټران لري، خو د ټولنې بېوزله طبقه د دغو روغتونونو د ډېر لګښتونو ورکولو توان نهلري.
د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکى سميعالله، چې د سترګو عملیات لپاره د کابل يو روغتون ته راغلى دى وايي، د عملياتو لپاره يې ۳۵ زره افغانۍ ورکړې، چې د ده په وينا، د دې پیسو برابرول اسانه کار نه و.
نوموړی وايي: "له بده مرغه چې په هلمند کې با تجربې ډاکټران نهشته ځکه کابل ته راغلو او دلته د سترګو عملیات مې شاوخوا په ۳۵ زره افغانیو وشو، سره له دې چې موږ داسې خلک یو چې یوه روپۍ هم نهلرو او اقتصادي وضعیت مو هم ډېر خراب دی. دولتي روغتون کې دا کار ونهشو بیا شخصي روغتون کې مو وکړ."
د کابل يو بل اوسېدونکی چې يو خپلوان يې د پلازمېنې يوه خصوصي روغتون ته د عملياتو لپاره بېولی، د خصوصي روغتونونو له روغتيايي خدمتونو شکايت کوي.
دا اوسېدونکی چې نهغواړي نوم يې راپور کې ياد شي وايي: "دوی د لومړني معایناتو څخه هم ډېرې پیسې اخلي، موږ د دې شاهدان یو چې یوه ورځ د میدان وردګ څخه یو مریض یې سره له دې چې عملیات شوی و او انستیزي یې هم ورکړې وه د دې لپاره چې بېوزله و، رخصت کړ. دوی وویل چې د یوې شپې د بستر پیسې ۲۵۰۰ دي او که تاسو يې نهشئ ورکولای لاړ شئ چې موږ بل مریض ته بستر ورکړو او هغه مریض د دې لګښت ورکولو توان نه درلود."
افغانستان کې هغه با کیفیت درمل موږ نهلرو چې ناروغانو ته هغه دوا ورکول شي او ورته موثر وي
د افغانستان یو شمېر اوسېدونکي له بېوزلو او هغه ناروغانو سره چې واسطه نهلري، د ډاکټرانو له نه پاملرنې هم شکایت کوي.
د جلال اباد ښار یوه اوسېدونکې چې نهغواړي نوم يې راپور کې ياد شي وايي، چې ډېری ناروغانو د درملو د ټیټ کیفیت له وجهې بهر هېوادونو ته د درملنې لپاره ځي.
د ننګرهار دا اوسېدونکې وايي: "په افغانستان کې هغه با کیفیت درمل موږ نهلرو چې ناروغانو ته هغه دوا ورکول شي او ورته موثر وي. نو د کیفیت ټیټوالی هم ډېر لویه ستونزه ده په افغانستان کې، د همدې لپاره ناروغان دې ته زړه ښه کوي چې نورو هېوادونو ته د درملنې لپاره ولاړ شي."
ډاکټر ذکریا په دې باور دی چې له هېواده د متخصص ډاکټرانو وتل او د روغتیا په برخه کې د ځینو ډاکټرانو سوداګریز نظر، روغتیایي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي زمینه محدوده کړې.
ډاکټر ذکريا وايي: "یو شمېر خلک چې د روغتيا په برخه کې متخصص وو او په رښتيا هم ډېرې لوړې تجربې یې درلودې، ټولنه یې نورو هېوادونو ته په تلو سره، پرېښې او په بل ځاى کې ژوند کوي. له بلې خوا طبابت د سوداګرۍ بڼه اخیستې، چې دا پخپله د دې مسلې لپاره زمینه برابره کړې چې هغه محدود شمېر ډاکټران چې دلته پاتې دي، د هغه احساساتو پر ځای چې دوی یې باید د یو ناروغ لپاره ولري، ډېری وختونه د سوداګرۍ او بزنس په اړه ډېر تمرکز کوي."
له بلې خوا طبابت د سوداګرۍ بڼه اخیستې
ومو غوښتل چې د خلکو د دغو ادعاو او په ښارونو او ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلو، خو د یاد وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
خود ایمرجنسي روغتون او د روغتیايي ناورین، بشري مرستو او د نړیوالې روغتیا په برخه کې د څېړنو او روزنې مرکز، د روان کال د وري په ۱۰مه یو راپور خپور کړ، چې پهکې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته روغتیايي خدمتونو ته د افغانستان د خلکو د لاسرسي څرنګوالي په اړه د دوی موندنې په ډاګه کوي.
په دې راپور کې راغلي چې په میلیونونو افغانان هره ورځ دې ته اړ دي، چې د درملو او خوراکي توکو د اخیستلو تر منځ یو انتخاب کړي.
په دغه راپور کې د افغانستان په لسو ولایتونو کې له ۱۸۰۰ کسانو سره مرکې شوي، چې د څېړونکو د موندنو پر بنسټ له هرو پنځو ځواب ورکوونکو څخه یوه یې ویلي، چې تېر کال یې روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله یې د کورنۍ یو غړی یا ملګری مړ شوی دی.
د هغو کسانو په منځ کې چې ورسره خبرې وشوې، له هرو دوو کسانو څخه یوه یې ویلي، چې دوی نهشي کولی هغه درمل واخلي چې دوی ورته اړتیا لري، نیمو نورو يې ویلي چې، دوی د خوړو یا جامو پیسې روغتیايي پاملرنې لپاره مصرف کړي او ۸۵ سلنه خلکو د درملو اخیستو لپاره پور اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د اپریل اوومه د روغتیا نړیواله ورځ ده.
دا ورځ هر کال نړیوالې روغتیايي موضوع ته د نړۍ د پام اړولو لپاره نمانځل کېږي او د روغتیا نړیوال سازمان او د نړۍ هېوادونه په دې ورځ نړیوالو، سیمهيیزو او محلي روغتیايي پېښو ته کتنه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې سږ کال د دې ورځې په مناسبت د خپل تاسیس ۷۵مه کلیزه لمانځي.