د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

معتادې ښځې: په کور او ټولنه کې له تاوتريخوالي سره مخ یو


يو شمېر معتاده ښځه، انځور - ارشيف
يو شمېر معتاده ښځه، انځور - ارشيف

په افغانستان کې معتادې ښځې شکایت کوي چې په کور او ټولنه کې خوندي نه دي او په پرله پسې ډول تاوتریخوالی ورسره کېږي.

څلور کاله کېږي ګلنار له داسې درد څخه کړېږي چې د خپل مېړه له خوا ورته پېښ شوی دی.

دا چې اوس د معتادینو د درملنې په يوه مرکز کې بستري ده وايي، تر څو ځله درملنې وروسته يې بیرته نشو ته مخه کړې ده.

ګلنار چې دوه اولادونه لري ادعا کوي چې، د زور او تاوتريخوالي په وسیله نشو ته اړایستل شوې او اوس پر کورني تاوتريخوالي سربېره په لارو او کوڅو کې هم ځورول کېږي.

نوموړې وايي: "نشې لومړی زما خاوند کولې، له همدې امله زه هم پرې اخته شوم، خاوند مې پوډر څکول او بوی به یې پر ما لګېده، بس زه هم په پوډرو ورسره معتاده شومه، یوه دوې ورځې مې سر ګنکس شو. لومړی ځل چې مې وڅکول په دنیا کې مې چورت نه واهه، يوازې د ځان په فکر کې وم، نه د اولاد، نه د خاوند او هم نه د کور په کيسه کې وم، وروسته چې به نشه يي مواد نه رارسېدل مجبوره وم هر کار ته لاس واچوم، هر څه چې وکړم اعتیاد مې له وجود څخه ځي، خو له اعصابو څخه مې نه ځي، پر اعصابو مې فشار راځي."

پر نشه روږدې يوه کورنۍ، انځور - ارشيف
پر نشه روږدې يوه کورنۍ، انځور - ارشيف

د نومبر ۲۵مه نېټه د ملګرو ملتونو له‌خوا پر ښځو باندې د زور زياتي منع کولو نړیواله اوونۍ ټاکل شوې چې شپاړس ورځې به دوام ومومي.

ملګري ملتونه نشو ته د ښځو مجبورول د تاوتريخوالي يو ډول بولي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، په نړۍ کې له هرو پنځو معتادو ښځو څخه يوازې يوه يې د درملنې اسانتياوي په واک کې لري.

"د افغانستان ځينې رواجونه او عنعنات داسې دي چې ښځې مجبوره دي نشو ته مخه کړي"

خو د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د عامي روغتيا وزارت څېړنه چې په ۱۳۹۹ شمسي کال کې ترسره شوې ښودلې وه چې، په افغانستان کې له هرو دریو معتادینو څخه يوه يې ښځه ده او له پنځو معتادو ښځو څخه يوازې يوه يې د ځان درملنه کولای شي.

د معتادینو د درملنې د برخې ډاکټره قندي ګل الکوزۍ وايي، ډېری معتادې ښځې چې دوی ته ورغلي د خپلو خاوندانو او یا هم د کورنيو فشارونو په سبب معتادې شوي دي.

نوموړې وايي: "د افغانستان ځينې رواجونه او عنعنات داسې دي چې ښځې مجبوره دي نشو ته مخه کړي، کورنۍ هغوی ته اجازه نه ورکوي چې هغوی یوه روغتون یا د درملنې مرکز ته ولاړې شې او د ځانونو درملنه وکړي، دا د کورنۍ له خوا پر هغوی يو محدودیت دی، کورنۍ يې وايي که خلک خبر شي نو موږ ته به وايي چې د پلاني خور او لور معتاده ده، له همدې امله زموږ ډېرې ميندې او خويندې د اعتیاد په حالت کې په کور کې ژوند تېروي."

ارشيف
ارشيف

په کابل کې د معتادینو د درملنې د يوه مرکز ارواپوهه عادله ساپۍ ښځې په هر حالت کې د نشه يي موادو قربانياني ګڼي.

اغلې ساپۍ وايي، معتادې ښځې په کور کې له فزيکي پلوه ځورول کېږي او ټولنه کې د بې‌وزلۍ له امله د جنسي ځورونې سره مخ دي.

"د ښځو لپاره کاري فرصتونه خورا مهم دي، ځکه د دوی مېړونه هم معتادين دي"

نوموړې وايي: "د ښځو لپاره کاري فرصتونه خورا مهم دي، ځکه د دوی مېړونه هم معتادين دي دوی يې هم معتادې کړي دي، د دوی په کور کې د کار او ګټې څوک نشته، کله چې دوی روغې او خپلو کورنیو ته ولاړې شي هلته دوی ته يو لوی پېغور جوړ دی او کورنۍ يې کرکه ځنې کوي، هغوی مرسته نه ورسره کوي، که واده شوي ښځې وي خسرخېل مرسته نه ورسره کوي او باور هم نه ورباندې کوي، نوی دوی له خپلې بېوزلۍ له امله ډېرې ځورېږي."

د معتادو مېړونو له خوا په زور نشو ته د خپلو مېرمنو مجبورول، د مېړه له خوا د کور د لګښت نه برابرول او د نارينه وو له خوا ښځې د نشه يي موادو رانيولو او خرڅولو ته هڅول، په افغانستان کې له ښځو سره د زورزياتي مروج ډولونه دي.
------------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:07 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG