د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

په کونړ کې د مخکېني نظام د یوه سرتېري مړی موندل شوی


د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د پولیسو سرتېری امین الحق قاضي خېل چې تېره شپه په کونړ کې وژل شوی.
د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د پولیسو سرتېری امین الحق قاضي خېل چې تېره شپه په کونړ کې وژل شوی.

د کونړ مرکز اسعداباد کې نامعلومو وسله والو تېره شپه د مخکېنی حکومت د پولیسو یو سرتېری امین الحق قاضي خېل وژلی او جسد يې ورته د مرکز اړوند د دمکلي خوړ کې غورځولی دی.

هغه به تل د قومندانۍ او ولایت مخې ته د تالاشۍ ځای کې د خپلې وسلې سره برچپک ولاړ و او د شاجورونو په ملابند کې به يې د افغانستان درې رنګه بیرغ څو ځایه ټومبلی و.

د سیمې یوه اوسېدونکي چې د امنیتي دلایلو له کبله یې له نوم ښودلو او غږ ثبتولو ډډه کوله، ازادي راډیو ته وویل: "امین الحق قاضي خېل د پخواني حکومت د پولیسو سرتېری و، یو مینه ناک او خپلې دندې ته ژمن افغان و. هغه به تل د قومندانۍ او ولایت مخې ته د تالاشۍ ځای کې د خپلې وسلې سره برچپک ولاړ و او د شاجورونو په ملابند کې به يې د افغانستان درې رنګه بیرغ څو ځایه ټومبلی و، خپلې دندې او بېرغ سره یې بې سارې مینه درلوده، خو تېره شپه نامعلومو وسله والو په مرموز ډول وژلی او جسد يې ورته د دمکلي په خوړ کې غورځولی."

دهغه په وینا چې دغې پېښې خلک وېرولي او خفه کړي دي.

دوی له طالب واکمنو غواړي چې د امین الحق قاضي خېل وژونکي ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

په کونړ کې د طالبانو یوه سیمه ییز چارواکي چې له نوم ښودلو يې ډده کوله، ازادي راډیو ته وویل، امین الحق وژل شوی او دا لا ورته نه ده معلومه چې چا او ولې دا کار ترسره کړی.

خو یاد چارواکي وویل هڅه کوي چې د پېښې په اړه پوره معلومات ترلاسه او له هغه وروسته يې رسنیو سره شریک کړي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارونکو بیا د طالبانو په اوسني حکومت نیوکې کړي چې ګنې پر خپلې اعلان کړې عمومي بخښنې يې عمل نه دی کړی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مخکېني افغان حکومت کارکوونکي وژني.

د طالبانو د مرکزي حکومت مشران بیا وایي، دوی اعلان کړې عمومي بخښنې ته ژمن دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې ترې سرغړونه وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG