د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

امریکا او بخښنې نړیوال سازمان د 'مرسل نبي زاده' وژنې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه


مُرسل نبی زاده عضو پیشین پارلمان افغانستان که در کابل کشته شد
مُرسل نبی زاده عضو پیشین پارلمان افغانستان که در کابل کشته شد

د امریکا دوو جګپوړو چارواکو د افغانستان د پرځېدلي دولت د ولسي جرګې د غړې مرسل نبي زاده وژنه غندلې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د پرځېدلي جمهوري نظام د ولسي جرګې د وروستۍ دورې د غړې مرسل نبي زاده د وژل کېدو له کبله د هغې له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

وېسټ بېګا پر ټویټر په یو بیان کې مېرمن نبي زاده یوه زړوره مېرمن وبلله چې د خپلو خلکو لپاره یې په زړورتیا سره غږ اوچتاوه او زیاته یې کړه چې افغانان د هغې پر مړینه خواشیني دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ

د وېسټ بیان زیاتوي چې افغانانو خپله مدافع او یوه نمونه مېرمن له لاسه ورکړه.

د امریکا ځانګړي استازي د دې قضیې په اړه د جدي تحقیقاتو او د قتل د عاملانو د پېژندنې غوښتنه وکړه.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرین دیکر چې له دوحې څخه کار کوي، د مرسل نبي زاده مړینه یوه خواشینوونکې ضایعه وبلله او ویې غندله.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرین دیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرین دیکر

مېرمن دیکر د نوموړې د کورنۍ له غړو سره د خواخوږۍ ترڅنګ هیله څرګنده کړې چې دوی به عدالت ته لاسرسی ولري او د دې قتل له عاملانو سره به حساب کتاب وشي.

په عین حال کې د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن دا وژنه غندلې ده.

مېرمن نیومن چې د جرمني د زرغونه ګوند غړې ده پر ټویټر لیکلي چې مېرمن نبي زاده د شپې په تیاره کې وژل شوې، خو طالبانو په رڼا ورځ د جنسیتي تبعیض واکمني پیل کړې.

د بخښنې نړیوال سازمان هم دا پېښه غندلې ده.

ایمنسټي انټرنېشنل په یوه بیان کې چې تېره شپه د دې سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي پر خپل ټویټر خپور کړ، د مېرمن نبي زاده د قتل په اړه د سمدستي تحقیقاتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، دا وژنه د افغانستان د ترینګلي امنیت او د ښځو د ناوړه حالت ښکارندویي کوي چې د طالبانو له خوا د خپل حقونو له سلبېدو وروسته ورسره مخامخ دي.

سمیرا حمیدي
سمیرا حمیدي

د بخښڼې نړیوال سازمان د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د ښځو پر وړاندې له تبعیضه ډک چلند ختم کړي.

د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې مرسل نبي زاده له خپل یوه ساتونکي سره په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې ده او ورور یې هم ټپي دی.

خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بېګا پر خپل ټویټر په دې اړه نور جزییات ورکړل او ویې ویل چې د پېښې په شپه د دې پخوانۍ وکیلې په کور کې یو شمېر مېلمانه هم راټول شوي وو.

ځدراڼ دا هم ویلي چې د پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي، خو په اړه یې هراړخیز تحقیقات روان دي.

مرسل نبي زاده په ۲۰۱۹ کال کې په پخوانۍ ولسي جرګه کې د کابل د استازې په توګه انتخاب شوه او د جمهوریت د پرځېدو تروخته وکیله وه.

فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې مېرمن نبي زاده د دفاعي کمېسیون غړې وه او د پراختیا او بشري سرچینو د څېړنو په نوم د ناحکومتي ټولنې همکاره هم وه او د جرمني خبري اژانس لیکلي، په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ځوانو ښځو د وژنو پېښې زیاتې شوي، دا لومړی ځل دی چې د پخواني نظام د مقننه قوې یوه غړې په نښه کېږي.

د پخوانۍ ولسي جرګې د غړو په ګډون د افغانستان ډېری سیاستوال د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته بهر ته ولاړل خو مرسل نبي زاده تر مرګه په هېواد کې پاتې شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG