د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د طالبانو حکومت د اووه ميليونو افغانیو په لګښت د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوي


د کوکنارو يوه کرونده، ارشيف
د کوکنارو يوه کرونده، ارشيف

د طالبانو د حکومت له‌خوا د کوکنارو د کښت منع کولو راهيسې نږدې يو کال تېرېږي.

اوس د طالبانو حکومت وايي چې، دوی په افغانستان کې د نشه‌‌يي بوټو د کښت، نشه‌يي موادو تولید او قاچاقو په اړه سروې کوي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د خپل مشر د فرمان په عملي کولو کې بريالي شوي او اوس غواړي چې د دې پرېکړې د موثریت معلومولو، د کوکنارو د کښت او نشه‌يي موادو د تولید په اړه سروې وکړي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د دې سروې په اړه وويل: "د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونو تر منځ د کوکنارو د کښت د لاملونو پيدا کول، د کښت اندازه معلومول، د کوکنارو د کښت د مخنيوي او نشه‌يي موادو د بديل کښتونو او حل لارو موندل، د پخوانیو حل‌لارو او اقداماتو د نه موثریت لاملونه پيدا کول، د هېواد په کچه د نشه‌يي موادو د لویو، منځنيو او کوچنیو قاچاق کوونکو په اړه د کره معلوماتو او اسنادو لاسته راوړل."

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې یا (UNODC) له ۲۰۰۹ څخه بیا تر ۲۰۱۹ ميلادي کاله پورې د افغانستان له دولت سره په همغږۍ د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوله، خو په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې دا سروې د افغانستان پخواني دولت د (UNODC) په تخنيکي مرسته وکړه.

د کوکنارو حاصلات، ارشيف
د کوکنارو حاصلات، ارشيف

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د وروستۍ سروې راپور په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې خپور کړ، د دې سروې پر بنسټ د کوکنارو کښت (۳۲) سلنه ډېر شوی و، خو هغه مهال د طالبانو حکومت د دې سروې پايلې رد کړې.

له پيله بیا تر اوسه پورې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه سروې ګاني د سټلايټ په وسيله شوي او د تاریاکو د تولید اندازه هم د همدې کښت له‌مخې اټکل کېده.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت د سروې او پالیسۍ پخوانی رئيس نجيب الله احمدي وايي چې، د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په اړه د يوې موثرې او ګټورې سروې امکانات او ظرفیت نه‌لري.

"طالبان عاجله مقدماتي سروې کوي

نوموړی وايي: "طالبان عاجله مقدماتي سروې کوي چې، مخکې به موږ له (UNODC) سره په ګډه کوله. دا سروې د دې له پاره کېدله چې موږ د کوکنارو د کښت ويجاړولو له پاره چمتو شو. د کوکنارو د کښت سروې له عاجلې مقدماتي سروې سره ډېر توپير لري، د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په اړه سروې په اوسنيو شرایطو کې بيخي نه‌شي کولای، ځکه چې دا سروې ډېرې ستونزې لري. څرنګه چې اوس له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د معينيت په سيسټم کې پنځه په پنځه کې عکسونه اصلا نه‌شته، نو دوی باید له (UNODC) سره پخوانی تړون له سره کړی وای چې د نشه‌يي موادو په اړه يې د موضوع حقيقت روښانه کړی وای."

د ملګرو ملتونو يوې سرچينې ازادي راډيو ته وويل چې، د کوکنارو د کښت د سروې په برخه کې د طالبانو له حکومت سره همکاري نه‌کوي، ځکه (UNODC) غواړي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تارياکو د تولید په اړه جلا او خپلواکه سروې وکړي.

ملګرو ملتونو يوه میاشت مخکې له يوه برېتانوي پوهنتون سره تړون لاسلیک کړ چې پر دې بنسټ به په افغانستان کې د سټلایټ په وسيله د کوکنارو د کښت په اړه سروې کوي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG