د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۴

ملګري ملتونه: ترکيه او سوريه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۳زره ته رسېدلی دی


ترکيه کې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ انځور
ترکيه کې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ انځور

په انقره کې د افغانستان سفارت په ترکیه کې د تېرې اوونۍ د زورورې زلزلې له امله د افغانانو د مرګ‌ژوبلې د زیاتوالي خبر ورکوي.

په ترکیه کې د افغانستان د سفارت قونسل پسرلي حکیمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې د سفارت له‌خوا لېږل شوي ټیم د ترکیې په مالاتیا ښار کې هم مېشتو افغانانو ته د ځاني او مالي زیان په اړه خبر ورکړی دی.

نوموړی وايي: "د هغو معلوماتو له‌مخې چې زموږ ټیم له ځايي خلکو څخه ترلاسه کړي دي، تر اوسه په دغه ښار کې ۷ تنه افغانان شهیدان شوي او خاورو ته سپارل شوي دي."

په دغه ښار کې ۷ تنه افغانان شهیدان شوي

هغه دا هم وویل چې په ملاتیا کې سلګونه کسان خېمو او درملو ته اړتیا لري.

ښاغلي پسرلي زیاته کړه چې، د دوی ټیم توانېدلی چې د ترکیې له دولتي چارواکو او افغان مرستندویه ادارو سره په همغږۍ د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ووایي او مرستې ورسره وکړي.

تر دې مخکې زلزله ځپلو سیمو ته د سفارت له‌خوا استول شویو ټیمونو په هاتای کې د ۸۰ او په هادي امان کې د ۳۵ کسانو د وژل کېدو پخلی کړی و.

ترکيه کې د زلزلې له امله بې‌ځايه شوي.
ترکيه کې د زلزلې له امله بې‌ځايه شوي.

خو دوی بیا هم ویلي چې، د غازي عن تیپ او ادانا په ښارونو کې افغانانو ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

په ترکیه او سوریه کې (د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ د میاشتې په شپږمه نېټه)تېره دوشنبه زورورې زلزلې دغو دواړو هېوادونو ته سخت ځاني او مالي زیانونه واړول.

ژغورونکو له زلزلې شپږ ورځې وروسته پرون يکشنبه نور مړي له خاورو را ايستلي دي.

لکه څنګه چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان زلزله ځپلو ته د مرستو په رسولو کې د ځنډ او ملي ټاکنو ته د چمتووالي په اړه له ډېرو پوښتنو سره مخ دی، هغه ژمنه کړې چې په څو اونیو کې به د بیارغونې چارې پیل کړي.

په عین وخت کې د سوریې په شمال لوېدیځو سیمو کې چې تر ټولو ډېر تاوانونه ورسېدلي هغه خلک بېرته له خپلو کورونو کډې کولو ته اړ کړي چې یوه لسیزه د کورنۍ جګړې په خاطر بې کوره شوي وو.

دغو سیمو د بشار اسد د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو په پرتله لږې مرستې ترلاسه کړې دي.

د ترکیې او سوریې پولې ته د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مشر مارتین ګریفیتس ورغلی او وروسته یې په خپل ټویټر کې لیکلي: "موږ تر اوسه د سوریې شمال لوېدیځ خلکو ته په رسیدګي کې بې‌وسه وو."

"موږ تر اوسه د سوریې شمال لوېدیځ خلکو ته په رسیدګي کې بې‌وسه وو."

ګریفیتس زیاته کړه چې دوی یقینا داسې احساس کوي چې، دغه خلک یواځې پرېښودل شوي دي.

د هغه په وينا، اوس د ملګرو ملتونو تمرکز د دې سيمې له خلکو سره په چټکو مرستو باندې دی.

په عین حال کې، د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهونم ګیبریسیوس هم چې سوریې ته تللی د یکشنبې په ورځ ویلي چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد ورسره ژمنه کړې چې د سوریې په شمال لویدیځ کې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره نورې زیاتې لارې پرانیزي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG