د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۰۵

افغانستان

په ترکیه کې د افغانستان سفارت: ښايي د زلزلې له کبله د افغانانو تلفات زیات وي

د راپورونو له مخې په ترکیه کې د زلزلې د تلفاتو شمېر ۲۲ زرو ته نږدې شوی او په سوریه کې بیا له درې نیم زرو اوښتی دی.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي چې ښایي په ادیامان ولایت کې د زلزلې له کبله د افغانانو د تلفاتو شمېر ترهغې کچې چې مخکې اټکل شوی و، زیات وي.

په پلازمېنه انقره کې افغان قونسلګرۍ پرون ویلي و چې په دې سیمه کې ۳۵ تنه افغانان مړه شوي خو افغان قونسل پسرلي حکیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته د تازه رسېدلو معلوماتو له مخې په ادیامان کې د افغانانو تلفات ښايي ۴۰ کسانو ته ورسېږي.

افغان سفارت په هاتای ولایت کې هم د شاوخوا اتیا کسانو د مړینې خبر ورکړی و، خو حکیمي وویل دوی له سیمې داسې معلومات ترلاسه کړي چې هلته په ځینو قبرونو کې څو کسان یوځای خاورو ته سپارل شوي او له دې سره دا اندېښنه شته چې په هاتای کې د افغان کډوالو د تلفاتو شمېر به هم لوړ وي.

د ترکیې له نورو زلزله ځپلو سیمو د افغان کډوالو د تلفاتو دقیقې شمېرې نه دې خپرې شوي.

په همدې حال په ترکیه او سوریه کې د دې د زلزلې د تلفاتو ټول شمېر له ۲۵ زرو اوښتی دی.

د راپورونو له مخې په ترکیه کې د زلزلې د تلفاتو شمېر ۲۲ زرو ته نږدې شوی او په سوریه کې بیا له درې نیم زرو اوښتی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

منظور پښتین: د افغان مېرمنو له لاریونونو ملاتړ په کار دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کابل کې د افغان مېرمنو له ننني لاریون څخه ملاتړ کړی او له نورو یې هم غوښتنه کړې چې د دوی غږ دې بدرګه کړي.

پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، افغان مېرمنې پیاوړې دي او ټول یې باید ملاتړ وکړي چې دوی ته د زده کړو حق ورکړل شي.

نن د کابل په پل سرخ سیمه کې یو شمېر مېرمنو لاریون وکړ او په دې لاریون کې یې د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

خو د دې لاریون ځینو ګډونوالو ازادي راډيو ته وویل، طالبانو یې په تاوتریخوالي د لاریون مخه ونیوله او درې تنه لاریون کوونکې یې هم ونیولې خو طالب ویاندویانو تر دې دمه د لاریون کوونکو نیول نه دي تاييد کړي.

له هغه وروسته چې د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه وتړل، په ځلونو په کابل او ولایتونونو کې د دې پرېکړو په وړاندې لاریونونه شوي، خو لاریون کوونکو ډېر کله ادعاوې کړي چې له تاوتریخوالي ډک چلند ورسره شوی او د لاریونونو مخه یې نیول شوې ده.

د تېرې جمعې په ورځ د بخښنې نړيوال سازمان هم له طالبانو غوښتي وو چې نجونو او ښځو ته دې زده کړو اجازه ورکړي چې زده کړې وکړي، ځکه د یاد سازمان په وینا دا د دوی بشري حق دی.

ترکیې نږدې ۶۰۰ افغانان له خپلې خاورې ایستلي

ارشیف: له ترکیې یو شمېر ایستل شوي افغانان

د ترکیې د مهاجرت عمومي اداره وايي چې نږدې ۶۰۰ تنه افغانان یې، چې دغه هېواد ته په غیرقانوني ډول ورغلي وو، له خپلې خاورې ایستلي دي.

دې ادارې تېره شپه وویل، په وروستۍ یوه اوونۍ کې یې ټولټال ۲۰۱۸ غیرقانوني کډوال له خپل هېواده ایستلي چې د هغو په منځ کې ۵۹۸ تنه یې افغانان دي.

ترکي د خپل هېواد د مهاجرت د عمومي ادارې پر اساس راپور ورکړی چې ترک پولیسو د مارچ له ۱۷ تر ۲۳ پورې په خپله خاوره کې ۲۵۲۷ غیرقانوني کډوال نیولي دي.

طالبانو په جوزجان کې د داعش د ماین جوړولو یوه فابریکه کشف کړې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د جوزجان ولایت موقعیت

په جوزجان کې د طالبانو امنیتي مسوولان وايي چې په شبرغان ښار کې یې د داعش ډلې د ماین جوړولو یوه فابریکه کشف کړې ده.

د جوزجان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان سرپرست قاري شاه محمود احمدي باختر خبري اژانس ته ویلي، ځواکونو یې د استخباراتي ځواکونو په همکارۍ د شبرغان په سخي اباد سیمه کې د داعش د ماینونو د دغه مرکز د کشف په ترڅ کې د انتحاري حملو واسکټ، مقناطیسي او لاسي بمونه او نور وسایل هم موندلي دي.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې ایا په دې تړاو څوک نیول شوي او که نه.

طالبانو تر دې وړاندې په ځلونو ویلي چې داعش ډله یې ځپلې او په افغانستان کې دا ډله نور فعالیت نه لري.

کرکټ؛ افغانستان او پاکستان نن دویمه شل اوره سیالي لري

د افغانستان او پاکستان تر منځ د روانې لوبلړۍ څخه د لومړۍ سیالۍ انځور

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله نن شپه د پاکستان پر وړاندې خپلې دویمې نړیوالې شل اوره لوبې ته پوره چمتووالی لري.

ټاکل شوې دواړه لوبډلې، نن شپه د کابل پر وخت اته نیمې بجې د شارجه د کرکټ په نړیوال میدان کې سره مخامخې شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو عمومي مسوول عبدالله خان پکتاني پرون ازادي راډیو ته وویل: "ډاډه یم چې پاتې دوې سیالۍ به په ښه توګه ترسره شي. افغان لوبډله له پیله د دغو سیالیو لپاره چمتووالی لري. ډېر تمرکز به یې پر دویمه لوبه وي چې هغه هم په خپل نوم کړي."

افغانستان او پاکستان به سبا دوشنبه خپله درېیمه او وروستۍ مسابقه کوي.

که افغانستان یوه بله لوبه هم وګټي، د دې لوبلړۍ ګټونکی اعلانېږي.

افغانستان د جمعې په ورځ خپله لومړۍ لوبه په شپږو ویکټو سره وګټله.

دا په یوه نړیواله مسابقه کې د پاکستان په وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا وه چې تاریخي ګڼل کېږي.

طالبان: په هرات کې ۸ کیلو ګرامه مواد نیول شوي

ارشیف

په هرات کې د مخدره موادو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې مدیریت وايي، اته کیلوګرامه هغه مواد یې نیولي چې د مخدره توکو په تولید کې کارول کېدای شي.

دغه مدیریت پرون ویلي چې دغه نیول شوي توکي سوځول شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې په هرات کې د تریاکو کښتونه هم له دوو اوونیو راهیسې اړول کېږي.

دا ادعا داسې وخت کېږي چې د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې د تازه راپور له مخې، په افغانستان کې د تریاکو کښت په ۲۰۲۲م کال کې د شاوخوا پنځه زره ټنه غنمو د تولید مخه نیولې ده.

خو د طالبانو ویاند د دغه راپور موندنې بې اساسه بللي دي.

د افغانستان بانک ۱۵ میلیون امریکايي ډالره لیلاموي

ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې له افغانستان بانک سره مرسته شوي ډالر

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک وايي، نن د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکايي ډالره په لیلام خرڅوي.

دغه بانک وضاحت نه ورکوي چې دغه پیسې د کوم هېواد له خوا دوی ته ورکول کېږي، خو په لیلام ډول یې د خرڅولو هدف د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثبات ساتل ښودلي دي.

دغه بانک په میاشت کې څو ځله میلیونونه ډالر لیلاموي.

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې دویمه سیالي کوي

د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ د شل اوره سیالیو یو انځور

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سبا د ۲۰ اوریزو لوبلړۍ دویمه لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې ترسره کړي.

افغانستان د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې پرون پاکستان ته په شپږ ویکټو ماتې ورکړه.

دا د پاکستان پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې لومړۍ بریا وه.

د دواړو لوبډلو تر منځ د دې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ سیالي د دوشنبې په ورځ په پام کې ده.

طالبان: په افغانستان کې هېڅ امریکايي بندي نه شته

د طالبانو وسله وال غړي

د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې هېڅ امریکايي بندي نه شته.

باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر کنترول لاندې دی، نن راپور ورکړ، د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د افغانستان له یوه خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې له دوی سره هېڅ امریکايي وګړی نه شته او نه هم تازه کوم امریکايي وګړی نیول شوی دی.

تر دې وړاندې امریکایي رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له قوله راپور ورکړی و چې لا هم څو امریکايي وګړي د افغانستان د سرپرست حکومت په بند کې دي او دوی یې د خلاصولو هڅه کوي.

طالبان: وروستیو ورښتونو او سېلابونو ۳ کسان مړه او ۷ ټپیان کړي

ارشیف: په لغمان کې د سېلاب له امله د یوه نړېدلي کور انځور - 26.08.2022

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د وروستیو دوو ورځو د ورښتونو او سېلابونو له کبله په یو شمېر ولایتونو کې ۳ تنه مړه شوي او ۷ ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویندوی شفیع الله رحیمي نن په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغو سېلابونو په ننګرهار، لغمان، کونړ، بلخ، فراه، زابل، فاریاب، ارزګان او نورستان ولایتونو کې ۷۵۶ کورونه نړولي دي.

تر دې مخکې د تېرې اوونۍ په زلزله کې لږترلږه ۱۰ تنه مړه او ۶۰ تنه ټپیان شوي وو.

له پېښو سره د مبارزې د وزارت ویندوی وايي چې د زلزلې له کبله ۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

رسنۍ: کرزي له برتانوي چارواکو او افغان سیاستوالو سره لیدلي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی

بي‌بي‌سي خبر ورکړی چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي بریتانیا ته سفر کړی او هلته یې د برتانوي چارواکو په ګډون د افغانستان د مخکیني حکومت له ځینو چارواکو او یو شمېر سیاستوالو سره کتلي دي.

د دې خبر پر بنسټ، کرزي په لندن کې د بریتانیا پاچا درېیم چارلز د بهرنیو چارو لپاره د مملکت سکرتر، د صدراعظم له ځانګړي استازي او یو شمېر افغانانو سره کتلي دي.

خبر کې له چارواکو سره د کرزي د خبرو محتوا، د طالبانو او د دوی د مخالفو ډلو تر منځ بین‌الافغاني مذاکراتو ته زمینه چمتو کول ښودل شوي دي.

دا معلومه نه‌ده چې د حامد کرزي دا سفر رسمي و او که غیر رسمي.

تر اوسه د کرزي مطبوعاتي دفتر هم په دې اړه معلومات نه‌دي خپاره کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG