د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

سيګار: پر ښځينه کارکوونکو د طالبانو محدوديت روغتيايي چارې اغېزمنې کړي


په جوزجان کې يو روغتيايي مرکز، انځور - ارشيف
په جوزجان کې يو روغتيايي مرکز، انځور - ارشيف

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش اداره یا سیګار وايي، مرستندویه ډلې د طالبانو هغو فشارونو ډېرې اندېښمنې کړي چې پر دوی یې په ځانګړې توګه د خپلو کارکونکو د شخصي بیوګرافیو د افشاکولو لپاره راوستي دي.

سیګار پرون یکشبنې په خپله ټویټرپاڼه کې په دې اړه د خپل وروستي درې میاشتني راپور چې تېره اوونۍ یې د امریکا کانګرس ته وړاندې کړ، ځینې برخې را اخیستي.

د کاري پلانونو، بودجو، عملیاتو او د پرسونل په ګډون د معلوماتو د ترلاسه کولو غوښتنې کوي.

سيګار وایي، د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې یا USAID ویلي چې، د طالبانو چارواکي په زیاتېدونکي ډول د مرستندویه ادارو د عملیاتي شریکانو له دفترونو څخه ناڅاپي کتنې ترسره کوي او د کاري پلانونو، بودجو، عملیاتو او د پرسونل په ګډون د معلوماتو د ترلاسه کولو غوښتنې کوي.

دوی همدارنګه له غیردولتي مؤسسو یا انجوګانو سره د تفاهم لیکونو د لاسلیک غوښتنه کوي او وایي، چې باید د پروژو او د تطبیق د چارو لپاره یې پرېکړو کې ورته زیاته ونډه ورکړل شي.

سیګار ویلي، که څه هم د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې، USAID فعالیتونه د طالبانو د دغو فشارونو له امله نه‌دي ټکني شوي خو د روغتیا په برخه کې د دې ادارې هغه ستر فعالیتونه چې په هرات کې یې ترسره کول، له طالبانو سره د اختلاف له امله درېدلي دي.

سیګار ویلي، د امریکا د بهرینو چارو وزارت د راپور له‌مخې په وروستیو درې میاشتو کې د ورته ستونزو له امله انجوګانو د افغانستان د بیارغوني لپاره د وجهي صندوق له لارې د افغانستان د روغتیا د بېړني غبرګون د پروګرام له ملاتړه هم لاس اخیستی چې له کبله یې د دې هېواد په لسو ولایتونو کې دغه عاجل روغتیایي خدمتونه درول شوي دي.

سیګار ویلي، د طالبانو له ډاډ سره سره چې د روغتیایي خدمتونو کارکونکي په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار له لګول شوي بندیز څخه مستثنی دي، دغه بندیز په افغانستان کې روغتیایي سکتور ډېر زیانمن کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO ویلي و چې، د جنوري ترلسمې پورې یولسو روغتیایي مؤسسو په افغانستان کې خپل فعالیت بشپړ درولی او پنځو نورو یې ځینې برخې ځنډولي دي.

شاوخوا ۲۸۰ روغتیایي مرکزونو هم په دې هېواد کې خپل فعالیت بشپړ درولی او ۴۲ نورو یې د خپل فعالیت ځینې برخې ځنډولي دي.

په دې اړه مو هڅه وکړه چې د طالبانو د روغتیا وزارت غبرګون ولرو خو د دې راپور تر خپرېدو مو دغه غبرګون ترلاسه نه‌کړ.

خو د طالبانو د مالیې وزارت پرون یکشنبې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د سیګار د راپور د هغو برخو په وړاندې غبرګون وښود چې ویلي یې دي، اسلامي امارت په افغانستان کې له انجوګانو او بسنټونو څخه چې د بشري مرستو په چارو کې فعالې دي، د لایسنس فیس، مالیاتو او اداري لګښتونو په نوم پیسې اخلي چې دا د دوی د عوایدو ستره برخه جوړوي.

ټولې بشري مرستندویه ادارې له مالیاتو او اداري لګښتونو معافې دي

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د طالبانو د مالیې وزارت دغه ادعا له حقیقته لیرې بولي او هغه په کله ردوي او وایي، ټولې بشري مرستندویه ادارې له مالیاتو او اداري لګښتونو معافې دي او هم ورڅخه د هغو توکو او وسایلو چې افغانستان ته یې واردوي، ګمرکي محصول نه اخیستل کېږي.

سیګار په افغانستان کې د روغتیا پر سکتور د طالبانو د وروستیو اقداماتو د ناوړه اغېزو خبره داسې مهال کوي چې د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې یونېسف په وینا په تېره ډسمبر میاشت کې ۱۳،۳ ملیون افغانانو روغتیایي خدمتونو ته لاس‌رسی نه درلود.

د روغتیا نړیوال سازمان بیا اټکل کړی چې دوه ملیونه افغانان په اوس وخت کې د ژوند ژغورنې روغتیایي خدمتونو ته په لاس‌رسي کې له محدودیت سره مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG