د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

په دولتي ادارو کې د طالبانو وروستیو ګمارنو بیا غبرګونونه پارولي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

د بېلابېلو دولتي ادارو لپاره د طالبانو وروستیو ګمارنو یو ځل بیا غبرګونونه را پورته کړي.

د طالبان حکومت تېره شپه یوه خبرپاڼه کې ولیکل چې مشر یې هبت‌الله اخندزاده د یو شمېر ادارو لپاره نوي کسان ګمارلي.

خو د دې کسانو په نوملړ کې لیدل کېږي چې ټول طالبان دي.

تر خوا یې ښکاري چې د طالبانو مشر د ادارو مسلکيتوب ته هم پام‌ نه‌دی کړی.

د بېلګې په توګه مولوي هبت‌الله اخندزاده د غزني مخکینی امنیه قوماندان مولوي بازمحمد د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د طبیعي منابعو او اوبو لګولو د تنظیم د معین په توګه ټاکلی، دغه شان یې د کندهار د پوهنې ریاست مخکینی مرستیال مولوي قدرت‌الله وصال د کندهار ښاروالۍ د مرستیال او د کندهار پوهنتون ریاست ته هم یو مولوي ګمارلی دی.

مولوي هبت‌الله اخندزاده
مولوي هبت‌الله اخندزاده

د ټولو ۱۲ لوړ رتبه بستونو لپاره ملایان او قاریان ګمارل شوي، داسې مهال چې نور مسوولان هم ملایان او قاریان دي.

اوس یو شمېر افغانان وايي، طالبان یوازې خپل کسان ګماري او وړتیا ته یې نه ګوري.

یو تن کابل مېشتی چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو د ګمارنو په اړه باید ووایم چې په ټیټه او لوړه کچه ټولې سلیقوي دي. دوی هغه کسانو ته اولویت ورکوي چې له دوی چاپېر دي او یا یې ملګري دي. دوی دې ته نه ګوري چې یو کس څومره وړتیا لري، مسلکي دی او که نه. دا ټولو افغانانو ته د منلو نه‌ده او د اندېښنې وړ موضوع ده."

د کونړ ولایت یو اوسېدونکی چې دا هم د ورته ستونزې له امله نه غواړي نوم یې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "وروستیو کې بستونه له ملایانو پرته بل چا ته نه ورکول کېږي. هغه مسلکي بستونه چې په جمهوریت کې و، هغه اوس په مولایانو صاحبانو باندې ډک دي. ان د وزارت مخابراتو په ای‌ټي ریاست کې هم مشري یو ملا کوي."

د طالبانو حکومت د تېرې سې شنبې په ورځ هم یوه اعلامیه کې د نویو ګمارنو خبر ورکړ.

په هغه نوملړ کې هم ګمارل شوي ټول مولایان وو او تر خوا یې د یوې ادارې مشر، بلې ادارې ته معرفي شوی و او نوې څېرې په کې نه‌ تر سترګو کېدې.

د بېلګې په توګه، د پنجشېر مخکینی والي لوګر ته معرفی شوی، د لوګر مخکنی والي د همدې ولایت مرستیال ټاکل شوی، د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معین د همدې وزارت تامیناتي معین ټاکل شوی او تامیناتي معین یې پنجشېر ته د والي په توګه لېږل شوی و.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي، د طالبانو حکومت دا ګمارنې له لومړیو غیر مسلکي، غیر معیاري او د افغانانو د غوښتنو خلاف دي.

معارج وویل: "همدا کسان دي، کله یې ښکته وړي، کله پورته. په دې ملت مصروف ساتي، خو دا ګمارنې د خلکو په ګټه نه‌دي. تر هغه چې ملت ته خدمت ونه کړي او ستونزې حل نه‌کړي. دا کار هغه مهال کېږي چې پوه او اهل کسان په دندو وګماري. اوسنیو حالاتو شکونه پیدا کړي چې هسې نه د طالبانو اوسنی ټول رژیم یوه پروژه وي."

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا له نویو ګمارنو ننګه کوي او زیاتوي، په رهبرۍ کې هغه کسان ګمارل کېږي چې د باور وړ وي.

ذبیح‌الله مجاهد
ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد زیاته کړه: "د ټاکنو په باره کې دومره باید ووایم چې سیاسي برخه یې طبعاً سیاسي وي او هغه کسان ګمارل کېږي چې وشي کولای د طالبانو موخې عملي کړي. د مسلکي برخو لپاره بیا مسلکي کسان لرو."

طالب ویاند داسې مهال د مسلکي‌ ګمارنو دعوه کوي، چې د پوهنې وزارت لپاره نوی ټاکل شوی سرپرست یې یوازې دیني عالم دی او په یاد وزارت کې د یوې ورځې کار تجربه هم نه‌لري.

طالبان همدا ډول پر دې تورن دي چې له ادارو یې مسلکي او د جمهوري نظام کارکوونکي لېرې کړي او خپل اړوند کسان یې ګمارلي دي.

خو طالب چارواکي وايي، د چارو ادارې ته یې دنده سپارلې چې د بې‌روزګاره شویو او بې‌برخلیکه کارکوونکو نوم‌لړ چمتو او د ګمارنې غم یې وخوري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG