د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

د روسیې بهرنیو چارو وزیر: د طالبانو حکومت لومړني ډیپلومات ته مو رسماً اعتبار ورکړ


(ښی-کین) لاوروف په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون پر مهال
(ښی-کین) لاوروف په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون پر مهال

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د لومړني ډیپلومات ګومارنې ته رسماً اعتبار ورکړی.

روسیه دغه اقدام سره له دې کړی چې طالبان تر اوسه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

لاوروف چې نن‌یې په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې خبرې کولې دغه‌راز وویل چې د طالبانو د حکومت دغه ډیپلومات ته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په تېره فبرورۍ میاشت کې رسماً اعتبار ورکړی او له هغې راهیسې هغه هلته فعال دی.

لاوروف دغه‌راز له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې په افغانستان کې دې له نوي حکومت سره فعاله همکاري ولري او هغه ګامونه دې پورته کړي چې په ترڅ کې یې دغه حکومت د ملګرو ملتونو او د غړو له‌خوا یې په رسمیت پېژندل کېږي.

پر لاوروف سربېره په دې غونډه کې د چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ګډون کړی.

چین کې د افغانستان او سیمې هېوادونه غونډه
چین کې د افغانستان او سیمې هېوادونه غونډه

له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي تر اوسه‌یې حکومت د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو د روسیې تر دې اقدام مخکې په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت لپاره د طالبانو د حکومت له‌خوا ګومارل شوي سرپرست او شارژادفیر څو اوونۍ مخکې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هم په‌کې ګډون کړی و، وپېژندل شو.

د نړۍ اکثره هېوادونه د طالبانو حکومت د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه‌پېژني او عمده دلیل‌یې دا بولي چې طالبانو د بشري حقونو په برخه کې خپلې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي، خو له دې سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ په ۱۷مه په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت د یوه بل کال په مخه وغځاوه.

XS
SM
MD
LG