د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د چین غونډه؛ ولسمشر پېنګ: افغانستان له ګډوډۍ نه نظم ته د انتقال حساس پړاو کې دی


د چین غونډه
د چین غونډه

د چین ولسمشر وایي، د یوه سوله‌ییز، باثباته، پرمختللي او سوکاله افغانستان چې د ټولو افغانانو هیله ده، ملاتړ کوي او د ټولو هېوادونو په ګته دی.

شي جین پېنګ وایي، افغانستان له ګډوډۍ څخه نظم ته د انتقال په یوه حساس پړاو کې دی.

شي جین پېنګ دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې نن به هم چین د افغانستان په اړه د څو غونډو کوربه وي.

نوموړي دغه څرګندونې په یوه لیکلي بیان کې نن په چین کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې کړې دي.

په دغه غونډه کې چې د چین په جنوب ختیځ انهوی ولایت کې جوړه شوې، نن هم د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا استازي په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې کوي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم په دې غونډه کې ګډون لري.

د چین ولسمشر زیاته کړه چې چین تل د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره‌یې د ملاتړ ژمنه کړې ده.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ
د چین ولسمشر شي جین پېنګ

د اسوشیټډ پرس اژانس د راپور له مخې شي جین پېنګ مشخص نه‌کړه چې هېواد یې له کومو لارو د افغانستان ملاتړ کوي، خو چین تر اوسه افغانستان ته بېړنۍ مرستې لېږلي او هم دا هېواد غواړي چې په افغانستان کې تر ځمکې لاندې طبیعي زېرمو کې پانګونه وکړي.

د راپور سره سم چین چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه‌مداخلې پالېسي تعقیبوي، د بشري اهدافو په ګډون له هغو مواردو سره تر هغو مخالفت نه‌کوي چې د ملګرو ملتونو له‌خوا د بندیزونو لپاره په نښه شوي نه‌وي، خو پر پیکېنګ تل انتقاد کېږي چې خپله کورنۍ او نړیوالې ګټې تعقیبوي.

په چین کې د افغانستان، چین، روسیې، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو یا استازو د غونډې ترڅنګ دغه‌راز د افغانستان لپاره د امریکا، روسیې، پاکستان او چین ځانګړي استازي چې د ترویکا پلس په نوم یادېږي، هم غونډه کوي.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو چین مخکې له دې چې دا سخت‌دریځه ډله بیا پر افغانسان واکمنه شي، ورسره‌یې خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.

مخکې له دې چې طالبان د تېر کال په اګسټ میاشت کې واک ته ورسېږي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د دې ډلې یو لوړ رتبه پلاوي چین ته دعوت کړی و. وانګ یي هغه مهال طالبان په افغانستان کې د سولې او رغونې د یوه مهم ځواک په توګه یاد کړل.

د ۲۰۲۱ کال جنوري کې پیکېنګ کې د چین بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د رئیس‌الوزرا مرستیال ملا برادر لیدنه
د ۲۰۲۱ کال جنوري کې پیکېنګ کې د چین بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو د رئیس‌الوزرا مرستیال ملا برادر لیدنه

چین دغه‌راز هڅه کړې چې له طالبانو دا ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان له خاورې به د چین اویغور مسلمانانو ته چې په شینجین سیمه کې د خودمختارۍ لپاره مبارزه کوي، اجازه نه‌ورکوي چې د چین پر ضد فعالیتونه مخ ته یوسي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي دغه‌راز تېره اوونۍ له افغانستان څخه یوه ناڅاپي کتنه هم ترسره کړه او د طالبانو له مشرانو یې وکتل.

په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړې د محدودیتونو او د نورو بشري سرغړونو په خاطر پر طالبانو سخت انتقادونه کړي، خو چین سره له دې چې په کابل کې یې سفارت پرانیستی، له دې ډډه کړې چې په ښکاره د دغو مواردو یادونه وکړي.

XS
SM
MD
LG