د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

چین سبا د افغانستان په اړه د یوې دوه ورځنۍ غونډې کوربه‌توب کوي


د چين ملي بيرغ
د چين ملي بيرغ

چین به سبا چهارشنبه د افغانستان په اړه د یوې دوه ورځنۍ غونډې کوربه وي.

دې دوه ورځنۍ غونډې ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په ګډون د افغانستان د ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیران یا استازي وربلل شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، له دې غونډې یې د جوړېدو هدف دا دی چې نړیوال په دغه حساس وخت کې د افغانانو زیات ملاتړ وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین پرون دوشنبې په پیکېنګ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي وربلل شوي او له افغانانو سره د بشري مرستو پر موضوع به ډېر تمرکز وشي.

نوموړي زیاته کړه په دې غونډه کې به چې د چین د ختیځ انهوی ولایت په تونشي کې جوړېږي، د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران یا استازي ګډون کوي.

د نوموړي په خبره په دې غونډه کې به چې مشري به‌یې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي کوي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم ګډون وکړي.

همدارنګه د قطر او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیران به هم د ځانګړو مېلمنو په توګه په دې غونډه کې ګډون کوي.

د قطراو اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو، په تېرو څو ورځو کې د دوحې فورم په څنډه کې د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره په لیدنو کتنو کې د افغانستان پر روان وضعیت پر خبرو سربېره دغه‌راز له افغانستان سره د نویو مرستو ژمنې هم کړې دي.

چین د افغانستان په اړه دا غونډه وروسته له هغې جوړوي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تېره اوونۍ د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې له مخکې په یوه نا اعلان شوي سفر له کابل څخه هم کتنه ترسره کړه او له خپل طالب ساري امیر خان متقي، د طالبانو د رئیس‌الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړې.

د چارو د یو شمېر کتونکو په باور، چين پر دې سربېره چې غواړي په افغانستان کې د بشري ستونزو په کمولو کې رول ولوبوي، پیکېنګ دغه‌راز لېواله دی چې په دې هېواد کې په اقتصادي، په تېره د تر ځمکې لاندې کانونو په برخه کې ډېره پانګونه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین په دې اړه چې چین د دغې غونډې له جوړېدو څه تمه کوي وویل چې د افغانستان اوسنی وضعیت په یوه حساسه مرحله کې دی او افغانان له ګڼو داخلي او بهرنیو ننګونو سره مخ دي او دوی د نړیوالو ډېر ملاتړ او مرستې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG