د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

سرېلانکا د کرېکټ د اسيا جام اتلولي وګټله


له جام ګټلو وروسته د شارجې په لوبغالي کې د سرېلانکايي لوبغاړو خوښي
له جام ګټلو وروسته د شارجې په لوبغالي کې د سرېلانکايي لوبغاړو خوښي

د اسیا جام پایلوبه بېګا په دوبۍ کې وشوه، سرېلانکا په اسیايي جام کې دا وار له شپږو لوبو یوازې یوه پر افغانستان بایللې وه پاتې نورې یې ټولې وګټلې او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

سرېلانکا په شلو اورونو کې ۱۷۰ منډې کړې وې، پاکستانۍ لوبډله په ۱۴۷ منډو باندې وسوځېده او هدف ته په رسېدو کې پاتې راغله.

په دې ترتیب د اسیا د کرېکټ جام چې دا وار او د لومړي ځل لپاره شل اووریز ترسره شو سرېلانکا لوبډلې وګاټه.

د سرېلانکا لپاره په دې لوبه کې تر ټولو زیاتې منډې بانوکا راجاپاکسا وکړې چې ۷۱ ناسوځېدلې منډې وې.

خو په بالنګ کې بیا سرېلانکايي لوبغاړو پوره وړتیا وښوده داسې چې د پاکستان لوبډله یې په ۱۴۷ منډو را ایسار کړه.

هغه لوبډله چې په دې جام کې یې د اتلولۍ دعوې کولې.

پاکستانی لوبغاړی چې ويکټه يې وېشتل شوې ده.
پاکستانی لوبغاړی چې ويکټه يې وېشتل شوې ده.

د سرېلانکا لپاره په دې لوبه کې پرامود مدوشان څلور وېکټې واخیستلې، مشهوره ورو توپ اچوونکي وانېدو هسه رنګا درې پاکستاني لوبغاړي وسوځول، دوه وېکټې چامیکا او یوه بله هم ماهیش تیکشانا واخیسته.

د پاکستان لپاره محمد رضوان ۵۵ منډې وکړې چې تر سوځېدو وروسته یې پاکستاني لوبغاړو تاب رانه ووړ او یو په بل پسې اوټ شول.

د پاکستان د کپټان بابر اعظم په شمول اووه لوبغاړي داسې اوټ شول چې هر یوه له لسو کمې نمرې جوړې کړې وې.

سرېلانکا کرېکټ لوبډله وتوانېده چې د اسيا جام اتلولي په خپل نوم کړي.
سرېلانکا کرېکټ لوبډله وتوانېده چې د اسيا جام اتلولي په خپل نوم کړي.

د اسیا جام دا وار که څه هم په متحده عربي اماراتو کې وشو خو د کوربه امتیازات یې سرېلانکا ته ورسېدل ځکه تمه وه دا جام څو کاله مخکې په سرېلانکا کې وشي خو د کوویډ ۱۹ ستونزې او ورپسې په سرېلانکا کې ناکرارۍ د دې لامل شوې چې دا جام په دوبۍ او شارجې کې وشي.

سرېلانکا په دې اسیايي جام کې د فاینل په شمول ۶ لوبې وکړې.

یوازې افغانستان هغه ټیم وو چې، په ګروپي دور کې یې سرېلانکا ته ماته ورکړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG