د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د افغانستان او ايرلنډ کرېکټ لوبډلې نن وروستۍ شل اوريزه لوبه کوي؛ څوک به يې وګټي؟


ارشيف
ارشيف

د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم، نن له ایرلنډ سره خپله وروستۍ شل اوره مسابقه کوي.

دغه مسابقه د دې له امله د دواړو لپاره مهمه ده، چې ګټونکی یې د دې لوبلړۍ ګټونکی اعلانېږي.

د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ ملي ټیمونو دا مسابقه نن چهارشنبه (د زمري/ اسد ۲۶مه) په بلفاست کې ترسره کېږي.

دغه لوبه د دې لپاره مهمه ده، چې تر اوسه افغانستان او ایرلند په تېرو څلورو لوبو کې هر یوه دوې- دوې ګټلې دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک تېر ماښام ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان لوبغاړو د نننۍ لوبې لپاره هر ډول چمتووالی نیولی.

ښاغلي هوتک وويل: "دغه لوبه د دواړو هېوادونو لپاره خورا مهمه ده، ځکه د دې لوبې په ګټلو سره هره لوبډله کولی شي، د دغو لوبو د اتلولو جام پورته کوي. تر اوسه په دغو سیالیو کې دوې لوبې افغانستان او دوې لوبې ایرلنډ په خپله ګټه پای ته رسولي. د افغان لوبغاړو مورال ډېر ښه دی."

د افغانستان کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک
د افغانستان کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک

د شل اوره مسابقو دغه لړۍ د زمري یا اسد میاشتې له ۱۹مې د ایرلنډ په بلفاست کې پیل شوه.

له دې سره جوخت د افغانستان کرېکټ بورډ د اسیايي جام د ۲۰ اوره مسابقو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان د کرېکټ د لوبډلې په ترکیب کې ۱۷ کسان شامل دي. ټاکل شوې د کرېکټ د اسیايي جام سیالۍ د اګست میاشتې پر ۲۷مه د سپټمبر تر ۱۱مې په متحده عرب اماراتو کې وشي.

افغانستان په دې جام کې له بنګله دېش او سریلانکا سره په یوه ګروپ کې شامل دی.

د کرېکټ په اسیايي جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اګست میاشتې پر ۲۷مه د سریلانکا په وړاندې ده، دویمه لوبه یې د اګست میاشتې پر ۳۰مه د بنګله دېش په وړاندې.

وروسته له هغې چې افغانستان له څلورو مخکښو ټیمونو سره بل پړاو ته لار پیدا کړي، لوبې به یې دوام کوي.

هند او پاکستان هم د اسیايي جام د کرېکټ په مسابقو کې ګډون لري.

XS
SM
MD
LG