د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

د جنوبي افريقا شل اوريزه ليګ لپاره 'ايم آی کيپ ټاون' لوبډلې راشد خان سره قرارداد لاسليک کړ


راشد خان
راشد خان

ایم آی کیپ ټاون (MI Cape Town) لوبډلې اعلان وکړ چې د جنوبي افریقا د کرېکټ د شل اوره غوره لیګ سیالیو لپاره یې د افغانستان له نامتو لوبغاړي راشد خان سره قرارداد لاسلیک کړ.

د اي ایس پي این کریک انفو وېبپاڼې د راپور له مخې، له راشد خان او ۴ نورو لوبغاړو سره یې مخکې تر دې قراردادونه لاسلیک کړل چې د لوبغاړو په اړه بولۍ پیل شي.

د جنوبي افریقا د غوره لیګ د مقرراتو له مخې، هره لوبډله د لوبغاړو په اړه د بولیو تر پیلېدو وړاندې له درو بهرنیو او دوو کورنیو لوبغاړو سره قرارداد کولی شي.

ایم آی کیپ ټاون لومړنی ټیم دی چې د خپلو پنځو لوبغاړو نومونه اعلانوي.

د جنوبي افریقا د کرېکټ غوره لیګ د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې پیلېږي.

XS
SM
MD
LG