د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۳

افغان کرېکټ لوبډلې له ايرلنډ درېيمه شل اوريزه لوبه وګټله

افغان کرېکټ ملي لوبډله
افغان کرېکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له کوربه ایرلنډ سره پرونۍ لوبه د ۲۲ منډو په توپیر وګټله.

دا په بلفاست ښار کې له ایرلنډ سره د پنځو شل اووریزو لوبو د لړۍ دریمه لوبه وه.

له دې دوه مخکینۍ لوبې پرله پسې ایرلنډ ګټلې وې.

د افغانستان او ایرلنډ د لوبډلو ترمنځ دوه نورې لوبې هم پاتې دي، چې یوه د را روانې دوشنبې په ورځ د اګست په ۱۵مه او وروستۍ به د چارشنبې په ورځ د اګست په ۱۷مه نېټه وي.

افغان لوبډلې ته پکاره ده چې دوه نورې لوبې وګټې ترڅو دا لړۍ په خپل نوم کړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG