د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

افغان کرېکټ لوبډلې ايرلنډ ته دويمه شل اوريزه لوبه هم وبايلله


ارشيف
ارشيف

ایرلنډ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته په دوهمه شل اوره سیالۍ کې هم ماتې ورکړه.

پرون (پنجشنبه) د افغانستان ملي لوبډلې پچه وګټله خو تکړه توپ ویشتونکي یې یو په بل پسې ژر وسوځېدل.

دوی په شلو اورونو کې ټولټال ۱۲۲ منډې وکړې چې ټیټ هدف و.

خو ایرلنډي لوبغاړو په داسې حال کې چې شپږ توپونه یې لرل، ورکړل شوی هدف پوره کړ.

پرون د کرېکټ بورډ مسؤلينو ويلي وو، افغان کرېکټ لوبډله ايرلنډ سره لوبو ته پوره چمتووالی لري.

دا دويمه پرله‌پسې شل اوريزه لوبه ده چې افغان کرېکټ لوبډله يې ايرلنډ ته بايلي.

XS
SM
MD
LG