د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

نن افغان کرېکټ لوبډله له پاکستان سره مخامخ کېږي؛ څوک به يې وګټي؟


د افغانستان او پاکستان کرېکټ سيالۍ - ارشيف
د افغانستان او پاکستان کرېکټ سيالۍ - ارشيف

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د اسیایي جام لوبو په ترڅ کې نن له پاکستان سره لوبه کوي.

دا لوبه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ځکه ده چې که یې وګټي فاینل ته د وتلو چانس لري او که یې وبایلي نو له فاینله پاتې کېږي.

په نیمه فاینل کې چې افغانستان له دې مخکې سریلانکا ته لوبه بایللې او پاکستان له هند څخه ګټلې ده.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، افغان کرېکټ لوبډلې له پاکستان سره دې لوبې ته پوره چمتووالی نیولی دی.

ښاغلي هوتک وويل: "ان شاالله د هېواد د کرېکټ ملي ډلې لوبغاړي به د پاکستان په وړاندې په بشپړ تیاري او ښه پلان سره میدان ته داخل شي."

د افغان کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک
د افغان کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک

دغه لوبه د کابل په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي، که افغان لوبډله دغه لوبه وګټي نو فاینل ته د وتلو چانس لري.

د افغانستان د کرېکټ يو شمېر ملي لوبغاړي وايي، له پاکستان سره د لوبې لپاره یې ښه تمرینونه کړي دي.

په یوې ویډیو کې چې، د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې ایښې، رحمن الله ګربز وایي: "لوبه مو له پاکستان سره ده او ان شاالله پوره تیاري لرو چې له پاکستان سره ښه لوبه ترسره کړو او هیله من یو چې دغه لوبه وګټو، هڅې مو د ګټلو لپاره دی."

بل لوبغاړی نوین الحق وایي، هڅه کوي چې نه یوازې له پاکستان څخه لوبه وګټي بلکې نور ټیمونه هم مات کړي.

نوموړی وايي: "زه او ټولو لوبغاړي پوره تیاری لرو او عزم مو کړی چې په ټولو لوبو کې د سل په سله بریا لپاره به هڅې کوو چې افغانستان ته بریا راوړو."

افغان کرېکټ ملي لوبډله
افغان کرېکټ ملي لوبډله

نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره ډېره مهمه ده. پاکستان به پایلوبې ته د رسېدو لپاره هڅه کوي چې افغانستان ته ماتې ورکړي او افغانستان ته هم له پاکستانه ګټل په روانه اتلولۍ کې د پاتې کېدو یوازینۍ هیله ده.

د افغانستان بله لوبه د پنجشنبې په ورځ له هند سره ده.

افغانستان له دې مخکې سرېلانکا ته د څلورو وېکټو په توپیر لوبه بایللی وه او پاکستان په نیمه پایلوبه کې د تېرې یکشنبې په ورځ هند ته د پنځو وېکټو په توپیر ماتې ورکړې.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې وتلي بالر یا توپ اچونکي راشد خان په سږني د کرېکټ په اسیایي جام لوبو کې د افغانستان د ټیم حضور ډېر مهم بللی دی.

د رویترز اژانس د راپور له مخې له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د کرېکټ د ملي لوبډلې یو شمېر تمویلونکو له خپل ملاتړه لاس اخیستی چې دې مسلې په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د کرېکټ ټیم حضور یو څه پیکه کړی دی.

XS
SM
MD
LG