د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ نن افغانستان او بنګله دېش لوبه لري


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، نن د اسیا جام سیالیو په دوام افغان کرکټ ملي لوبډله نن خپله دویمه لوبه د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کوي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل، د دې سیالۍ لپاره چې د افغانستان پر وخت ماښام شپږ نیمې بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیلېږي افغان لوبغاړو پوره تیاری نیولی دی.

هغه وايي: "د کرکټ افغان لوبډله به د بنګله دېش پر وړاندې له ډېر ښه مورال سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. افغان لوبډلې د اسیا جام سیالیو لپاره پوره تیاری نیولی دی. له دې وړاندې په کابل کې شپږیزه کرکټ سیالۍ وشوې چې لوبغاړي په کې ولوبېدل. له دې وروسته دایرلنډ سره لوبې وي، هلته هم د لوبغاړو ښه تمرین وشو. دغه شان له اسیا جام لس ورځې وړاندې لوبډله اماراتو ته ورسېده او ښه پوره تیاری يې نیولی دی."

هوتک هیله وښوده چې افغان لوبډله به بنګله دېش پر وړاندې لوبه په خپلې بریا پای ته ورسوي.

افغان لوبډلې د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته په ستر توپیر ماتې ورکړې ده او که له بنګله دېشه يې هم وګټي نو د دې سیالیو د غوره څلور لوبډلو پړاو ته يې تګ یقیني کېږي.

دا د دې سیالیو په ګروپي پړاو لوبو کې د افغانستان دویمه او وروستۍ لوبه ده، که بل پړاو ته لاره پیدا کړي نو هلته به درې نورې لوبې هم کوي.

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ تر دې دمه اته شل اوریزه نړیوالې لوبې شوي چې ۵ يې افغانستان او ۳ يې بنګله دېش ګټلي دي.

دغه شان د شارجې په لوبغالي افغانستان تر دې دمه ۱۳ لوبې کړي چې لس يې ګټلي او درې بایللي دي، بنګله دېش بیا په دې لوبغالي دوه لوبې کړي او دواړه يې بایللي دي.

د کرکټ اسیا جام سیالۍ د روانۍ اګسټ میاشتې په ۲۷مه پیل شوي، تر اوسه يې دوه لوبې شوي دي.

د افغانستان او سریلانکا لوبه د افغان لوبډلې او د هندوستان او پاکستان ترمنځ لوبه د هندوستان لوبډلې په بري پای ته رسېدلي دي.

په دې لوبو کې د اسیايي هېوادونو شپږ غوره لوبډلې لوبېږي.

افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ هغه لوبډلې دي چې په دوه ګروپونو کې لوبېږي او د دې جام د ګټلو هڅه کوي.

هندوستان، پاکستان او هانګ کانګ په اې او افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش په بي ګروپ کې ځای لري.

دا لوبې د راتلونکې سپټمبر په یولسمه پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG