د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۵

افغان کرکټ ملي لوبډله روانه اونۍ ایرلنډ سره شل اوره سیالۍ پیلوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به روانه اونۍ په بلفاسټ کې له ایرلنډ سره د شل اورونو لوبلړۍ پيل کړي.

ټاکل شوې ده، چې لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ وکړي او بیا د اګسټ تر اوولسمې له کوربه ایرلنډ سره د شل اورونو څلور نورې لوبې ترسره کړي.

له هغه ځایه به افغان لوبډله عربي متحد اماراتو ته سفر وکړي او د اسیا د کرکټ په اتلولۍ کې به برخه واخلي.

په دې جام کې به د افغانستان ترڅنګ د هند، پاکستان، بنګله دیش او سریلانکا ملي لوبډلي سیالي سره وکړي.

XS
SM
MD
LG