د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ پر لور خوځېدلې


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پرون جمعه د ایرلنډ پر لور وخوځېده څو د دې هېواد په کوربه توب د لوبو په لړۍ کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې، چې دواړه لوبډلې به په دې لړۍ کې پنځه شل اووریزې لوبې وکړي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په دې اړه بېګا آزادۍ راډیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له کابله د ایرلنډ پر لور سفر وکړ. د دې سفر موخه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو نړیوالو لوبو ترسره کول دي. افغان لوبډله د دې سیالیو لپاره پوره چمتووالی لري او انشاالله چې پایله به یې ښه وي."

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د شل اووریزو لوبو لړۍ د اګست په نهمه نېټه پیلېږي او د اګست تر ۱۷مې نېټې پورې دوام کوي.

پنځه واړه لوبې د ایرلنډ په بلفاست ښار کې پلان شوي دي.

XS
SM
MD
LG