د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د کرېکټ په اسيا جام کې هند پاکستان ته ماتې ورکړه


د هند او پاکستان کرېکټ لوبغاړي
د هند او پاکستان کرېکټ لوبغاړي

لوبه د دوبۍ په سټډیوم کې وشوه، هند د پاکستان د ۱۴۸ منډو هدف په وروستي اور کې پوره کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی هارډیک پانډیا شو چې د بریا وروستۍ شپږیزه یې ووهله او ټول ټال یې په ۱۷ بالونو ۳۳ منډې وکړې او هم یې په بالنګ کې درې وېکټې اخیستې وې.

دې لوبې ته شاوخوا شل زره ننداره چیان سټډیوم ته ورغلي وو او په سلګونه میلیونه هندیانو او پاکستانیانو سربېره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو په ټلوېزیونو لیدله.

د هند او پاکستان د کرېکټ ټیمونه سر سخته سیالان بلل کېږي او لوبې یې ډېر مینه‌وال لري.

د اسیا په جام کې به سبا د افغانستان لوبه له بنګله دېش سره وي.

افغانستان خپله اوله لوبه په لوی توپیر له سرېلانکا وګټله.

XS
SM
MD
LG