د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

اسيام جام؛ نن بنګله‌دېش له سرېلانکا سره لوبه کوي


سرېلانکا کرېکټ لوبډلې لوبغاړی
سرېلانکا کرېکټ لوبډلې لوبغاړی

د کرېکټ د اسيا جام سياليو په لړ کې نن د بنګله‌دېش او سریلانکا ټیمونه لوبیږي.

د دې لوبې ګټونکی به د څلورو غوره پړاو ته ووځي او بایلونکی یې له مخکې تګ پاتې کېږي ځکه دواړو ټیمونو خپلې لومړۍ لوبې په افغانستان بایللي.

د اسیا جام تېره شنبه د افغانستان، هند،پاکستان، بنګله‌دېش، سرېلانکا او هانک کانګ تر منځ پيل شو.

تر دې دمه له بې ډلې افغانستان او له اې ډلې هند څلورو غوره پړاو ته لار پیدا کړې ده.

د څلورو غوره پړاو یا سوپر فور په لړ کې به یو وار بیا ټیمونه سره مخ کېږي او د سر دوه به یې پایلوبې ته وځي.

XS
SM
MD
LG