د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د کرېکټ اسيا جام سيالۍ؛ سبا افغانستان له بنګله دېش سره مخ کېږي


افغان کرېکټ ملي لوبغاړي
افغان کرېکټ ملي لوبغاړي

ټاکل شوې، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا (سه شنبه) د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې خپله دوهمه لوبه له بنګله دېش سره وکړي.

افغان لوبغاړو په خپله لومړۍ لوبه کې وکړای شول چې سرېلانکا لوبډلې ته په ډېر توپیر ماتې ورکړي.

د افغانستان کرېکټ بورد وايي، افغا ملي لوبغاړي د سبانۍ لوبې لپاره چمتووالی لري.

د افغانستان کرېکت بورډ وايي، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي به د بنګله دېش لوبډلې په وړاندې په پوره چمتووالي سره ولوبېږي.

ټاکل شوې، چې دا لوبه سبا (سه شنبه) د اسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې په شارجه کې ترسره شي.

د افغانستان د کرېکټ بورد ویاند فرید هوتک وايي، د سرېلانکا په وړاندې د افغان لوبډلې بری د لوبغاړو مورال لوړ کړی او دوی هیله‌من دي، چې لوبډله د بنګله دېش په وړاندې هم بریا خپله کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک
د افغانستان کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک

ښاغلی هوتک وايي: "ان شاالله چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي د بنګله دېش په وړاندې هم پوره چمتوالی لري او مخکې تر دې یې هم بنګله دېش په خپل کور کې په څو لوبو کې مات کړی، نو ځکه افغان لوبغاړي له لوړ مورال برخمن دي."

د افغانستان او سرېلانکا تر منځ د شنبې د ورځې جالبه لوبه افغانستان په ډېر توپیر یعنې د اتو وېکټو په توپیر وګټله.

د اسیا د ملتونو جام سیالۍ شل اوریزې دي، چې د هند، پاکستان او هانګ ګانګ لوبډلې هم په‌کې برخه لري.

افغانستان سرېلانکا او بنګله دېش په یو او هند، پاکستان او هانګ په بل ګروپ کې دي، چې په خپلو ګروپو کې به سره لوبې کوي.

XS
SM
MD
LG