د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د اسيايي جام لوبو لپاره پر چمتووالي بوخته ده


افغان کرېکټ ملي لوبډله
افغان کرېکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، ملي لوبډله د کرېکټ په اسیايي جام کې د لوبو لپاره په چمتووالي بوخته ده.

د کرېکټ بورډ ویاند، فرید هوتک پرون چهارشنبه ازادۍ راډیو ته وویل: "ټاکل شوې د روانې اګست میاشتې پر ۲۷مه نېټه اسیايي جام پیل شي. د دغو سیالیو لپاره د کرېکټ ملي ټیم پوره چمتووالی نیولی او ان شا اله په ډېر ښه مورال سره به په اسیايي جام کې د غوره لوبډلو ترمنځ ولوبېږي."

د کرېکټ د اسیايي جام سیالۍ چې په متحده عرب اماراتو کې کېږي، د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې نېټې دوام کوي.

افغانستان په دې جام کې له بنګله دېش او سریلانکا سره په یوه ګروپ کې شامل دی.

د کرېکټ په اسیايي جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اګست میاشتې پر ۲۷مه د سریلانکا په وړاندې ده، دویمه لوبه یې د اګست میاشتې پر ۳۰مه د بنګله دېش په وړاندې.

وروسته له هغې چې افغانستان له څلورو مخکښو ټیمونو سره بل پړاو ته لار پیدا کړي، لوبې به یې دوام کوي.

هند او پاکستان هم د اسیايي جام د کرېکټ په مسابقو کې ګډون لري.

XS
SM
MD
LG