د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

د افغانستان او پاکستان د تېرې شپې لوبه؛ خلک، د کرېکټ لوبغاړي او غبرګونونه


د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبه
د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبه

د اسیا کپ کرېکت د سیالیو په دوام د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو د تېرې شپې لوبې د مینه‌والو او د کرېکټ د لوبغاړو ترمنځ ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

دا لوبه چې تېره شپه د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې وشوه، نه یوازې په میدان کې د لوبېدونکو لوبغاړو ترمنځه یوه سخته سیالي وه بلکې له میدان بهر د دواړو لوبډلو د مینه‌والو ترمنځ هم اخ ډب رامنځته شو.

پاکستان دا لوبه په وروستۍ وېکټ له یوې سختې مقابلې وروسته د سیالۍ په شلم اور کې وګټله.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډيو ګانو کې ښکاري چې په شارجې لوبغالي کې د دواړو لوبډلو د مینه‌والو ترمنځ اخ او ډب رامنځته شوی دی.

دوی د لوبغالي کې په چوکیو یو پر بل ګوزارونه کوي او سپکې سپورې وايي.

دغې لوبې ته یو شمېر ورغلي افغان مینه‌وال وايي، د پاکستان د کرېکټ د لوبډلې د مینه‌والو له لوري ورته سپکې سپورې ویل کېدې ځکه تاوتریخوالی رامنځته شو.

نور پاچا جلال‌زی چې دغه لوبه يې له نږدې ننداره کوله ازادي راډيو ته وویل: "کله چې لوبه افغانستان وبایلله په دې وخت کې د پاکستانیانو له لوري افغان لوبډلې او مینه‌والو ته ډېر بد او سپک الفاظ وکارول شول چې له همدې امله د دواړو لوریو ترمنځ شخړه وشوه او پاکستانیان يې په چوکیو وویشتل وروسته پولیس راغلل او زیات کسان يې یوړل."

افغان کرېکټ مينه وال نور پاچا جلال زی
افغان کرېکټ مينه وال نور پاچا جلال زی

هڅه مو وکړه، په دې اړه د لوبې د یو پاکستاني مینه‌وال نظر هم واخلو خو بریالي نه شو.

په میدان کې دننه هم د لوبې په وروستیو شېبو کې د پاکستاني توپ‌وهونکي اصف علي له لوري پر افغان توپ اچوونکي فرید ملک د بېټ پورته کول او د نوموړي پورې وهل بل هغه څه و چې په ټولنیزو رسنیو کې يې د افغان کرېکټ د یو شمېر پخوانیو لوبغاړو او مینه‌والو غبرګونونه يې راپارولي دي او دا يې د لوبې د اخلاقو متضاد عمل بللی دی.

د افغانستان د کرېکټ پخواني ملي لوبغاړي هستي ګل عابد ازادي راډيو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې د کرېکټ نړیواله او اسیايي شورا باید د اصف علي په دې کار غبرګون وښيي او اصف علي ته سزا ورکړي.

پاکستانی توپ‌وهونکی اصف علي چې افغان توپ اچوونکي فريد ملک ته يې بېټ را اړولی.
پاکستانی توپ‌وهونکی اصف علي چې افغان توپ اچوونکي فريد ملک ته يې بېټ را اړولی.

ښاغلي عابد وويل: "کرېکټ د مینې او خلکو د یووالي لوبه ده خو اصف علي په تېر نړیوال جام کې هم ورته عمل کړی و، خپل بېټ يې د ټوپک په انداز نیولی و، بېګاه شپه يې یو وار بیا د سپورت د اخلاقو متضاد عمل وکړو دې ته د کرېکټ په قانون کې فیزیکل وایلنس وايي او د کرېکټ نړیواله شورا ورته د سزا ورکولو قانون هم لري."

خو د پاکستان د لوبډلې ګڼو مینه‌والو، پاکستاني پخوانیو لوبغاړو او خبریالانو د آصف علي ننګه کړې او افغان لوبغاړی فرید ملک یې ملامته بللی دی.

د تېرې شپې سیالۍ په نولسم اور کې کله چې د افغان توپ اچونکي فرید ملک له لوري د اصف علي وېکټ واخیستل شوه، د دواړو ترمنځ لفظي شخړه وشوه او اصف علي ان په ښاغلي ملک د ګوزار په انداز بیټ پورته کړ او نوموړی يې پورې واهه.

پاکستاني مينه‌والو د اصف علي ننګه کړې.

د تېرې شپې لوبه د مهمو افغان او پاکستاني سیاستوالو او حکومتي چارواکو د علاقې وړ هم وه او دواړو لوریو خپل لوبغاړي ستایلي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سیالۍ بایلل د لوبې برخه ګڼلې، افغان لوبغاړي يې د دومره ښه لوبې له امله ستایلي دي او پر خپل ټویټر يې لیکلي دي چې دغه لوبه د افغانانو لپاره له بریا کمه نه وه.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی
پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د مصالحې د عالي شورا مخکیني مشر عبدالله عبدالله هم د کرېکټ ملي لوبډله ستایلي او ویلي دي چې، له افغان لوبډلې په راتلونکې کې د ډېرو برياوو تمه کېدای شي.

د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنک یو پخواني مشر محسن داوړ پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د کرېکټ د لوبې په پلمه د افغانانو پر ضد توکمیز چلند او تاوتریخوالی د شرم وړ چاره ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا پاکستانۍ لوبډلې ته د بریا مبارکي ورکړې او پر خپل ټویټر يې له خپلو لوبغاړو مننه کړې چې پاکستان ته يې بریا ورپه برخه کړه.

خو د طالبانو د حکومت د رسنيو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني بیا د کرېکټ له افغان مینه‌والو د صبر او زغم هیله کړې او پر خپل ټویټر يې لیکلي : "کرېکټ یوه ورزشي لوبه ده او لوبه بالاخره لوبه وي، دا لوبه هر کال او څو ځلې په مختلفو ځایونو کې کېږي، دا لوبې ټول عمر دوام لري، چې دا ځلې هم نه اولنۍ ده او نه هم اخيرنۍ، نو مینه‌وال دې ډېر جدي کېږي ورته نه، دا نه د دوو هېوادونو جنګ دی او نه هم ده اسلام او کفر."

پاکستان د دې لوبې په ګټلو سره د اسیا کپ سیالیو پایلوبې ته ورسېده، پایلوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ د سرېلانکا او پاکستان ترمنځ ترسره کېږي.

د تېرې شپې په لوبه کې افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او پاکستان ته يې د ۱۳۰ منډو هدف ورکړو، پاکستان یاد هدف د سیالۍ په وروستي اور کې په وروستۍ وېکټ پوره کړ.

افغانستان نن ماښام په دې سیالیو کې د هندوستان په وړاندې خپله وروستۍ لوبه کوي.

افغانستان او هندوستان دواړه هغه لوبډلې دي چې له پایلوبې پاتې شوي دي او د نن ورځې د لوبې ګټل او بایلل د دواړو د مخکې تګ لپاره مهمه نه ده.

هندوستان د دوهم پړاو لومړۍ لوبه پاکستان او دوهمه سرېلانکا ته بایللې او افغانستان هم له سرېلانکا او پاکستان لوبې بایللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG