د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

افغان کرېکټ ملي لوبډلې له هند ماتې وخوړه او د اسيا جام له سياليو ووت


افغانستان د اسيا جام سياليو کې دوه لوبې وګټلې
افغانستان د اسيا جام سياليو کې دوه لوبې وګټلې

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پرون له هند څخه ماتې وخوړه او د کرېکټ د اسیایي جام له سیالیو ووت.

افغان لوبډلې د هند لوبډلې له‌خوا د ۲۱۳ منډو ټاکلی هدف پوره نه‌شو کړای.

د کرېکټ د اسیایي جام سیالیو کې افغانستان پنځه لوبې ترسره کړې چې دوه یې وګټلې.

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، افغان لوبغاړي په دغو سیالیو کې ښه وځلېدل، په دې سیالیو کې افغانستان له څلورو نورو ټیمونو سره نیمه پایلوبې ته وتلی و.

له هند سره د تېرې شپې په لوبه کې افغانستان پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه چې د هند لوبډلې وکولای شوای په شلو اورونو کې د دو لوبغاړو په سوځېدو ورته د ۲۱۳ منډو هدف وټاکي.

افغانستان په پیل کې په توپ اچونه کې یو څه له ستونزو سره مخامخ و او په لومړنیو دریو اورونو کې یې څلور لوبغاړي وسوځېدل. خو له دې سره یې د لوبې تر پایه د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۱ منډې جوړې کړي.

د کرېکټ د اسیایي جام سیالیو کې افغانستان پنځه لوبې ترسره کړې چې دوه یې وګټلې.
د کرېکټ د اسیایي جام سیالیو کې افغانستان پنځه لوبې ترسره کړې چې دوه یې وګټلې.

افغانستان له دې مخکې د چهار شنبې په ورځ له پاکستان سره لوبه کړې وه چې هغه یې د یوې وېکټې په توپیر ورته بایلوده.

که څه هم هند او پاکستان د نړۍ له تر ټولو تکړه ټیمونو ګڼل کېږي خو له پاکستان سره د افغان ملي لوبډلې لوبه د پېژندل شويو کرکټرانو له خوا وستایل شوه.

د کرېکټ د اسیایي جام په دې سیالیو کې افغانستان پنځه لوبې وکړې چې دوه لوبې یې له سرېلانکا او بنګله دېش څخه ګټلې وې.

خو د افغانستان د کرېکټ ټیم په نیمه پایلوبه یا د څلورو غوره ټیمونو په سیالیو کې له سرېلانکا، وروسته له پاکستان او پرون هم له هند څخه ماتې وخوړه.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک په اسیایي جام لوبو کې د ملي لوبډلې حضور مؤثر بولي او وایي، له تجربو به یې افغان لوبغاړي د کرېکټ د نړیوال جام سیالیو کې کارواخلي.

نوموړي وويل: "له یوه ښه چمتووالي سره افغان کرېکټ ملي لوبغاړي په اسیایي جام سیالیو کې ولوبېدل، ګډون یې وکړ خو په وروستیو څو لوبو کې افغانستان ډېره هڅه وکړه، سره له دې چې خپل سیالان یې ډېر تر فشار لاندې هم را ويستي و، خو بیایې هم ونه‌شو کولای چې تر بریا ورسېږي. نو تمه ده چې ان شاالله نړیوال جام ته به افغان لوبډله ښه چمتووالی ولري."

فريد هوتک
فريد هوتک

د کرېکټ د اسیایي جام لوبې د اګست په ۲۷مه پیل شوې وې چې پایلوبه یا فاینل به یې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د سپټمبرپه ۱۱ د پاکستان او سرېلانکا ترمنځ ترسره شي.

له اسیایي جام وروسته ټاکل شوې د افغانستان د کرېکټ ټیم د کرېکټ په شل اوره نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده دغه لوبې د روان کال د اکتوبر له شپاړلسمې د نومبر تر دیارلسمې په استرالیا کې ترسره شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په اسیایي جام لوبو کې له ګډون څخه ښه تجربه ترلاسه کړې چې له هغو به د کرېکټ د نړیوال جام په سیالیو کې کار واخلي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، په اسیایي جام کې ګډون ته په پام افغان کرېکټ ملي لوبغاړو ښه تیاری نیولی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG