د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د کرېکټ له اسیايي شورا دا تمه لري چې د پاکستان کرکټر اصف علي له راتلونکې لوبې منع کړي.
دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې اصف علي او افغان لوبغاړي فرید ملک د لوبې په وروستیو اورونو کې سره شخړه وکړه.
صفي الله ستانکزي د افغانستان د کورني کرېکټ له مسؤل نظیم جار عبدالرحیمزي سره په همدې لانجې او د افغانستان او هند په لوبې باندې خبرې کړي دي.
لومړی یې دا پوښتنه ورنه کړې چې د پاکستان په وړاندې افغان لوبغاړو څنګه لوبه وکړه؟
د ښاغلي جار عبدالرحيمزي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: