د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

"د افغان مرکچي پلاوي محدود غیرحاضر غړي دوحې ته رسیدلي، خو پرمختګ لا نه ښکاري"


ارشیف، په قطر کې طالب استازي ؛د سولې د غونډې یوه څنډه
ارشیف، په قطر کې طالب استازي ؛د سولې د غونډې یوه څنډه

په داسې حال کې چې له تېرو لسو ورځو را په دې خوا د قطر پلازمېنه دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پيل شوي، د راپورونو له مخې تر اوسه دواړو خواوو یوازې یوه مقدماتي او یوه فني ناسته ترسره کړې ده.

که څه هم د ناستو د ځنډ په اړه تر اوسه کره معلومات نشته، خو د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې د دولت د مرکچي پلاوي محدود شمېر غیرحاضر غړي هم دا مهال دوحې ته رسېدلي دي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وویل غیر حاضرغړي دوحې ته رارسیدلي او په خبرو بوخت دي.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وویل غیر حاضرغړي دوحې ته رارسیدلي او په خبرو بوخت دي.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون د شنبې (د مرغومي ۲۷مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوي محدود شمېر غړي چې د روغتیايي او نورو شخصي ستونزو له امله دوحې ته نه و راغلي، اوس ټول را رسېدلي، په یو موټي ډول په خبرو بوخت دي."

ممکن د نن ورځې تر پایه یو ځل بیا دواړه ډلې په خپلو کې ناسته ولري.

په قطر کې یوې باخبرې سرچینې ازادي راډيو ته وویل، ممکن د نن ورځې تر پایه یو ځل بیا دواړه ډلې په خپلو کې ناسته ولري.

همدې سرچینې تائیده کړه چې د طالبانو د مرکچي پلاوي غیر حاضر غړي هم دوحې ته رسېدلي دي.

خو طالبان بیا وايي چې دوی اوس هم او مخکې هم مذاکراتو ته چمتو دي.

د دغې ډلې د قطر د دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د مرکچي ټیم رئیس او د اسلامي امارت سیاسي معاون او د دفتر رئیس هم حاضر دي او زیاته یې کړه چې د ننني ناستې په اړه لا پرېکړه نه ده شوې.

په قطر کې د طالب استازو ویاند محمد نعیم وايي، د ننني ناستې په اړه لا پرېکړه نه ده شوې.
په قطر کې د طالب استازو ویاند محمد نعیم وايي، د ننني ناستې په اړه لا پرېکړه نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر میلادي کال د سېپټمبر په ۱۲مه په قطر کې بین الافغاني خبرې پيل شوې چې له څلورو میاشتو مذاکراتو وروسته دواړه خواووې د خبرو په کړنلاره توافق ته ورسېدل.

که څه هم دوحه کې د سولې له دوهم پړاو خبرو د افغانانو تمه دا وه چې اوربند به ټینګ شي، خو لا هم په افغانستان کې تاوتریخوالی په لوړه کچه روان دی.

په کابل کې د امریکا شارژدافیر ويلي چې متحده ایالات ژر تر ژره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې د راټیټېدو او د اوربند غوښتونکی دی.

خو په همدې وضعیت کې بيا د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې دوی په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر ټولو ټیټې کچې ۲۵۰۰ ته راښکته کړی.

ناټو بيا د امریکا دغه اقدام ته په غبرګون سره په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان ځواکونو د ښوونې روزنې، سلا مشورې په برخه کې د دوی دریځ نه دی بدل شوی.

په اعلامیه کې راغلي چې دوی به افغان ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکوي او په راتلونکو میاشتو کې به شرایطو ته په کتو په افغانستان کې خپل شتون و ارزوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG