د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر تر ټولو ټيټې کچې، ۲۵۰۰ ته ورسېد


په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري
په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

امریکا رسماً د جنورۍ په پنځلسمه اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د پوځیانو شمېر دوه نیمو زرو ته ورسېد.

د پنټاګون د اعلامیې له مخې دا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو تر ټولو ټېټ شمېر دی.

د دفاع سرپرست وزیر کرستوفر مېلر په حواله راغلي: "قوماندانان د همدغو دوه نیمو زرو ځواکونو په لرلو سره هغه څه لري چې پرې امریکا، امریکایان او د دغه هېواد ګټې خوندي وساتي."

کرستوفر میلر ویلي، د سرتېرو په شمېر کې دا کمښت له افغان سولې پروسې د امریکا دوامداره ملاتړ په ډاګه کوي.
کرستوفر میلر ویلي، د سرتېرو په شمېر کې دا کمښت له افغان سولې پروسې د امریکا دوامداره ملاتړ په ډاګه کوي.

ښاغلي مېلر زیاته کړې چې متحده ایالتونه به د ناټو او نورو متحدینو سره په ګډه د ترهګرۍ ضد او هم د روزنې، مشورې او همکارۍ ماموریت ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړې، دا دوه ماموریتونه د دې لپاره دي چې افغانستان هېڅکله بیا د هغو له خوا ونه کارول شي چې غواړي امریکا ته ضربه ورسوي.

امریکا چې له ډېر مخکې یې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ورستنولو تابیا نیولې وه، له طالبانو سره یې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په ۲۹مه د تړون په لاسلیک سره رسماً د دغو سرتیرو د ایستلو لړۍ پيل کړه.

د امریکايي ځواکونو کمېدل له طالبانو سره د امریکا تړون او له افغان دولت سره ګډې اعلامیې ته ژمنتیا په ډاګه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت په پرونۍ اعلامیه کې راغلي، نن تر بل هر وخت زیات د دوو لسیزو جګړې پای او د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې یوې داسې پروسې ته نږدې شوی چې په مټ یې سیاسي جوړجاړی رامنځته او یو بشپړ او دایمي اوربند ترلاسه شي.

د دفاع د سرپرست وزیر کرستوفر مېلر په حواله په دې اعلامیه کې زیاته شوې، د سرتېرو د شمېر دا کمښت د افغانستان د سولې له پروسې د امریکا دوامداره ملاتړ او هم له طالبانو سره د امریکا تړون او له افغان دولت سره ګډې اعلامیې ته ژمنتیا په ډاګه کوي.

امریکا ژمنه ده چې د همدې کال په مې میاشت کې به د امریکایي سرتیرو شمېر صفر ته راښکته کړي، خو لکه څنګه چې پخوا یې ویلي و، پرون د پنټاګون په اعلامیه کې بیا ټینګار شوی چې د سرتیرو د شمېر هر ډول کموالی په شرایطو تړلی دی.

پنټاګون ویلي، ټولې خواوې باید د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره خپل هوډ وښيي.

هاخوا په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم وايي، د سرتېرو د شمېر کمښت له ترهګرۍ سره د مبارزې ماموریت نه اغېزمنوي.

هغه دا خبره ازادي راډیو سره په مرکه کې وکړه او ویې ویل، امریکا په همدومره سرتېرو د دې جوګه ده چې د ترهګرۍ ضد ماموریت مخته یوسي؟

دا مرکه دلته واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:59 0:00
مستقیم لېنک

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې د امریکایي ځواکونو د شمېر د راکمېدو هرکلی کړی.

هغه ویلي، طالبان هیله مند دي چې پاتې بهرني ځواکونه هم له تړون سره سم له هېواده ووځي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د امریکایي ځواکونو د شمېر د راکمېدو هرکلی کړی.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم د امریکایي ځواکونو د شمېر د راکمېدو هرکلی کړی.

محمد نعیم په خپل پیغام کې ویلي چې د خپلو ژمنو د عملي کولو ډاډ ورکوي او له مقابل لوري هم ورته هیله لري.

امریکا داسې وخت په افغانستان کې د پاتې شوېو سرتیرو کچه دوه نیمو زرو ته راټېټه کړه چې د سرتیرو د ایستلو په باب د ناټو مشرتابه اندېښنې ښوولې وې.

افغان چارواکو هم تل خپل ستراتیژیک ملګري متحدو ایالتونو ته سپارښتنه کړې چې پوځیان باید په مسوولانه توګه وباسي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تازه د بي بي سي په یوه پروګرام کې ویلي چې اوس د بهرنیو ځواکونو د حضور ډېره اړتیا نشته، خو له افغان ځواکونو سره به د نړیوالې ټولنې تخنیکي مرستې روانې وي.

ښاغلي محب زیاته کړې ده: "زموږ کمانډو، خاص ځواکونه، اردو او پولیس ټول داسې یوې سطحې ته رسېدلي چې په خپله امنیت نیولی شي. بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نه لرو. کومو مرستو ته چې اړتیا لرو هغه تخنیکي مرستې دي چې هغه انشاالله دوام کوي."

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې اوس د بهرنیو ځواکونو د حضور ډېره اړتیا نشته.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې اوس د بهرنیو ځواکونو د حضور ډېره اړتیا نشته.

ښاغلي محب ویلي، اوس افغان ځواکونه تر هغه وخت ډېر ښه د امنیت د نیولو جوګه ګرځېدلي چې شااوخوا یو نیم لک بهرنیو ځواکونو حضور درلود.

په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر داسې وخت دوه نیمو زرو ته راښکته شو چې د دغه هېواد بېلابېلې سیمې لا هم نا امنې دي او پوځیان له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

په دې سربېره خلک وايي چې په ښارونو کې د بمي چاودنو او هدفي وژنو زیاتېدو د جګړو د ختمولو هیلې اغېزمنې کړي.

XS
SM
MD
LG