د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

ناټو راتلونکې میاشت په افغانستان کې د پاته کېدو یا وتلو پرېکړه کوي


ارشیف، افغانستان کې د ناټو په مشرۍ امریکايي ځواکونه
ارشیف، افغانستان کې د ناټو په مشرۍ امریکايي ځواکونه

د ناټو عمومي منشي وایي، راتلونکې میلادي میاشت په افغانستان کې د پاته کېدو یا له دې هېواده د وتلو پرېکړه کوي.

ینس سټولټنبرګ د جرمني یوې پارلماني ډلې ته وینا کې وویل، د دوی هر ډول پریکړه به حالاتو ته په کتو کېږي.

ناټو راتلونکې فبروري میاشت کې د دفاع وزیرانو غونډه رابولي او دا پرېکړه کوي.

سټولټنبرګ وایي، د دوی هره پرېکړه ستونزمنه ده او هره یوه ځانته ګواښونه او خطرونه لري.

دی زیاتوي، که دوی افغانستان کې پاته کېږي، دا کار لګښت او له ننګونو ډک پوځي مأموریت غواړي او که چېرې وځي، دا وېره شته چې افغانستان بیا د نړیوالو ترهګرو په پټڼ ځای بدل نه‌شي.

نوموړي پرون ( چهارشنبه) د (CSU) په نوم د جرمني یوې پارلماني ډلې ته وویل: "ډېرې ننګونې او ابهامونه شته، خو په یقیني ډول چې سولې او سوله‌ییز حل ته د رسېدو یوازنۍ لاره د سولې خبرې دي، موږ د سولې د هڅو ملاتړ کوو، خو په ورته وخت کې موږ پوهېږو چې له سختې معما سره به مخامخ شو، راتلونکې میاشت د ناټو د دفاع وزیران سره ټولېږي او دوی به دا پرېکړه کوي چې افغانستان کې پوځي حضور ته دوام ورکړي او که نه."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

سټولټنبرګ وایي، له افغانستانه د وتلو پرېکړه‌یې په دې پورې تړلې چې دوی پوه شي طالبان له امریکا سره د شوي تړون مادو ته ژمن دي.

له القاعده شبکې سره د اړیکو پرېکون او افغانستان کې نړیوالو ترهګرو ته ځای نه‌ورکول امریکا ته د طالبانو له ورکړل شویو ژمنو دي او ناټو وایي، دوی باید د پوځي مأموریت له پای ته رسولو مخکې ډاډمن شي چې طالبان دا کار کوي.

سټولټنبرګ له افغانستانه د وتلو نورو شرطونو ته داسې اشاره وکړه: "تر ټولو مهم شرط دا دی چې طالبان باید د اړتیا د پوره کېدو لپاره دا باوري کړي چې د القاعده په ګډون له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې پرې کړي، موږ به د افغانستان د جګړې وضعیت او د سولې پرمختګ هم ارزوو او له مخې به‌یې خپله پرېکړه کوو."

د امریکا او طالبانو په تړون کې امریکا هم ژمنه کړې چې د روان ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې تر نیمایي، یا تر راتلونکو شاوخوا پنځو میاشتو به خپل سرتېري له افغانستانه باسي.

د دوی دا ژمنه هم د بین‌الافغاني خبرو په بریا او د جګړې یا تاوتریخوالي په کموالي پورې تړلې.

د افغانستان د جګړې اصلي لوري اوس افغان ځواکونه او طالبان دي، د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو دوهم پړاو پرون پیل شو.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت او طالبان وایي، پرون دوی ابتدایي غونډه درلوده او وې‌پتیېله چې د شنبې له ورځې به پر اجنډا بحثونه پیلوي.

په ظاهره د طالبانو او دولت دریځونه سره بېل دي او د سولې رسېدو ته مزل هم اوږد ښکاري.

ارشیف، قطر کې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه
ارشیف، قطر کې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه

همدې بېلابېلو دریځونو او د جګړو شدت په ظاهره ناټو او امریکا هم د پوځي مأموریت پای ته زړه نا زړه کړي دي، خو اوس به ولیدل شي چې دوهم پړاو خبرو کې څه پېښېږي او راتلونکې میاشت ناټو د افغانستان د مأموریت په اړه څه ډول پرېکړه کوي.

XS
SM
MD
LG