په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر په تېرو نږدې دوو لسیزو کې تر ټولو ټيټې کچې دوه نیمو زرو ته ورسېد.
په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم وايي، د سرتېرو د شمېر کمښت له ترهګرۍ سره د مبارزې ماموریت نه اغېزمنوي.
هغه دا خبره له ازادي راډیو سره په مرکه کې وکړه او ویې ویل، امریکا په همدومره سرتېرو د دې جوګه ده چې د ترهګرۍ ضد ماموریت مخته یوسي.
د ازادي راډیو خبریال صفي الله ستانکزي له ښاغلي همدم سره مرکه کړې او لومړی یې دا پوښتنه کړې چې د سرتیرو د شمېر کمښت به سمدستي څه اغېز ولري که څنګه؟
دا مرکه د لاندې تړونې په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
-
صفيالله ستانکزی
صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ