د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

د قطر بهرنیو چارو وزیر: هېڅوک قطر ته بهرنۍ پالیسي دیکتې کولی نشي


د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د سعودي عربستان او د دغه هېواد د متحدانو له لوري پر قطر لګول شوي بندیزونه نامناسب او غیر قانوني وبلل.

سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین، مصر او څو نورو اسلامي هېوادونو روانه میاشت قطر د مسلمانو سختدریځو په ملاتړ تورن کړ او له دغه هېواد سره یې اړیکې وشلولې.

عربستان، بحرین، عرب امارات او مصر له قطر سره هر ډول اړیکې پرې کړې

ښاغلي ثاني پرون دوشنبه د دغه وضعیت د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هلو ځلو هرکلی وکړ، خو ټینګار یې وکړ چې هېڅوک قطر ته بهرنۍ پالیسي دیکتې کولی نه شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر همدا راز وویل، د سعودي او د دغه هېواد د متحدانو له لوري پر قطر د هوايي، ځمکنیو او اوبو د لارو د بندولو د پرېکړې خلاف د نړیوال ملکي هوايي چلند له چارواکو او قانوني ادارو سره په تماس کې دی.

شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په پاریس کې له ډیپلوماټیکو غونډو وروسته وویل، قطر تیار دی چې د خلیج د سیمې د هېوادونو د ډله ییز امنیت په هرې مربوطې مسئلې خبرې وکړي، خو په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې له چا سره خبرې نه شي کولی.

ده همدا راز وویل، هېڅوک دا حق نه لري چې قطر د الجزیرې د ټلویزیوني شبکې بندولو ته اړ باسي. د دې شبکې مرکز د قطر په پلازمېنه دوحه کې دی.

مصر او بحرین هم د الجزیرې د وېب‌سایټونو د بندولو پرېکړه کړې

​په همدې حال کې په سیمه کې د ترینګلتیا د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هلې ځلې روانې دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون پرون دوشنبه د خلیج د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اختلاف په اړه د کویټ له امیر سره خبرې وکړې.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر خپل هېواد ته د ورپېښې ستونزې د حل لپاره د خپلو دوستو هېوادونو د هلو ځلو هرکلی وکړ.

نوموړي وویل:

"موږ د دوستو او متحدو هېوادونو هلوځلو ته سلامي کوو چې د دغو بندیزونو چې یومخ غیرقانوني دي، په لېرې کولو کې زموږ سره مرسته کوي."

د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سعودي عربستان ته لاړل چې د خلیج د هېوادونو ترمنځ د وروستي اختلاف د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

پاکستان له سعودي عربستان او قطر سره نژدې اړیکې لري او په وروستیو کې یې له قطر سره د ګازو په اړه یو لړ موافقې کړي دي.

نوازشریف د دواړو هېوادونو له سلطنتي کورنیو سره شخصي اړیکې هم لري.

په وروستیو ورځو کې ادعا شوې وه چې پاکستان قطر ته شل زره ځواکونه لېږلي خو پاکستان دا ادعاوې رد کړي.

XS
SM
MD
LG