د لاسرسي لېنکونه

امریکا او کوېټ د قطر او عربي هېوادونو د لانجې حل کې مرسته کوي


متحده ایالاتو او کوېټ هڅې پیل کړي چې د قطر او څو عربي هېوادونو تر منځ د ډیپلوماتیکې لانجې په حل کې مرسته وکړي.

د سعودي عربستان او مصر په ګډون څو عربي هېوادونو پرون دوحه د ترورېزم په ملاتړ تورنه کړه او ویې‌ویل چې قطر د ایران تر ملاتړ لاندې فلسطینۍ ډلې حماس ملاتړ کوي.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې دوی د دې کړکېچ د حل هڅه کوي او په عین حال کې کوېټ هڅه کوي چې د قطر او سعودي تر منځ د یوه منځګړي رول ولوبوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني ویلي، دوحه به د دې کړکېچ له پراخولو چې نتیجه‌یې له قطر سره د څو عربي هېوادونو د ډیپلوماتیکو، اقتصادي او هوايي اړیکو بندول وو، ډډه وکړي.

الثاني وویل، قطر به داسې کړکېچ ته اجازه ورنه‎کړي چې په نتیجه کې یې د قطر او متحده ایالاتو اړیکې زیانمنې شي.

امریکا په قطر کې یوه مهمه پوځي اډه لري.

XS
SM
MD
LG