د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۱۳

د ترکیې ولسمشر پر قطر د ترورېزم د ملاتړ تورونه رد کړل


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر هغه تورونه رد کړل چې ګواکې قطر د ترورېزم ملاتړ کوي.

رجب طیب اردوغان دغه راز د فارس خلیج پر دغه هېواد د عرب ګاونډیو له‎خوا د اقتصادي بندیز د ختمولو غوښتنه کړې ده.

ولسمشر اردوغان په استانبول کې وویل چې داسې څه‎یې نه‎دي لیدلي چې وښیي قطر دې د ترورېزم ملاتړ کړی وي.

بل‎خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم پرون خبریالانو ته په خبرو کې ورته غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ پر سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر غږ کوو چې د قطر په وړاندې بندیزونه لېرې کړي، دا کار بشري عواقب لري، موږ ګورو چې خوراکي مواد کم شوي، کورنۍ په زوره سره بېلې شوي او ماشومان له ښونځیو ایستل شوي، موږ باور لرو چې دا غیر عمدي پایلي دي، په ځانګړي ډول د روژې په میاشت کې، خو دا ستونزې باید ژر تر ژره حل شي."

سعودي‎عربستان، بحرین، عربي متحده اماراتو، مصر او څو نورو عربي هېوادونو له قطر سره خپلې اړیکي پرې کړې دي.

دغه هېوادونه ادعا کوي چې دوحه له ترورېستانو سره اړیکي لري او تندلارې ډلې تمویلوي.

خو قطر دا ادعاوې ردوي.

XS
SM
MD
LG