د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د امریکا پخوانی لوی څارنوال «جان اشکروفت» پر قطر لګېدلي تورونه څېړي


د قطر حکومت د امریکا او یو شمېر عربي هېوادونو له لوري د وروستیو تورونو د سپیناوي لپاره د امریکا مخکنی لوی څارنوال جان اشکروفت او د هغه د قانوني چارو دفتر «دارالوکاله» رسماً په دنده ګومارلي دي.

د قطر حکومت وايي چې د امریکا د متحده ایالاتو د پخواني لوی څارنوال جان اشکروفت د قانوني چارو دفتر «دارالوکالې» ته به دوه نیم میلیونه ډالر ورکړي څو د ترورېزم د تور په اړه په څېړنه کې مرسته ورسره وکړي.

جان اشکروفت او همکاران به‌يې نوي ورځې د قطر له حکومت سره کار کوي.

د قطر حکومت غواړي چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره خپلې هڅې ثابتې کړي او څرګنده کړي چې له نړیوالو مالي قوانینو او د امریکا د خزانې وزارت له اصولو سره سم‌یې کار کړی دی.

د جان اشکروفت دفتر د جمعې په ورځ د امریکا عدلیې وزارت ته په دې اړه، رسمي لیک استولی دی.

د جان اشکروفت دفتر ویلي چې دوی به د ترورېزم پر وړاندې د مقابلې لپاره د قطر تاریخي سابقه، اوسني او راتلونکي پلانونه او لاس ته راوړنې څېړي او له بحران سره د مقابلې، پروګرام او سیسټم جوړولو، د مطبوعاتي چارو په برخه کې به له قطر سره مرسته وکړي.

د قطر بیرغ.
د قطر بیرغ.

سعودي عربستان، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر تېره اوونۍ له قطر سره روابط پرې کړل او د خلیج پر دې بډايه هېواد یې تور پورې کړ چې د ترورېزم ملاتړ کوي او له افراطي ډلو سره مالي مرستې کوي.

د قطر حکومت دا ادعاوې ردوي.

سعودي عربستان تېره اوونۍ د ترورېستانو په نوم له قطر سره د یو شمېر تړلو کسانو او سازمانونو لېست خپور کړ چې د مصر د اخوان‌المسلمین ډلې مشر یوسف القرضاوي او د قطر دولس خیریه سازمانونه په‌کې شامل وو.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، د جمعې په ورځ یو وار بیا پر قطر غږ وکړ چې له ترورېستانو سره مالي مرستې بندې کړي.

ولسمشر ټرمپ.
ولسمشر ټرمپ.

ولسمشر ټرمپ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل چې قطر په لوړه کچه د ترورېستانو په تمویل کې لاس درلود او زیاته‌یې کړه:

"موږ باید د ترورېزم تمویل بند کړو، ما پرېکړه وکړه چې د دې وخت رارسېدلی چې پر قطر غږ وکړو چې دا تمویل بند کړي، هغوی باید د ترورېستانو تمویل او په دې برخه کې افراطي ایډیالوژي بنده کړي."

سعودي عربستان پرون شنبه د ولسمشر ټرمپ د خبرو ستاینه وکړه.

مسکو پرون د دې لانجې د حل لپاره د مذاکرو غږ وکړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون هیله څرګنده کړه چې د اسلامي هېوادونو تر منځ لانجه به د اختر تر رارسېدو مخکې، د خبرو له لارې حل شي.

اردوغان: سعودي باید د عربو وېشلو پر ځای د هغوی یووالي ته کار وکړي

ترکیې هم د قطر په څېر د اخوان‌المسلمین ملاتړ کړی دی.

د بشري حقونو ډلو د دې لانجې له امله عادي خلکو ته د پېښې د وېرې او اندېښنې له امله ټولو ته خبرداری ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG